1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان پوځ کې د بې سوادې کچه لوړه ده»

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه

په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ویلي دي، په داسې حال کې چې ناټو افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د مسئولیت د ورسپارلو په درشل کې ده، د افغانستان د ملي پوځ دریمه برخه د لیک لوست په کورسونو کي پر زده کړو بوخته ده.

https://p.dw.com/p/15JS7
انځور: dapd

د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو ۹۵ سلنه برخه په عملي توگه بې سواده ده او ښوونځی ئې نه دئ لوستی. اوس هغوی ته ابتدایي زده کړې ورکول کیږي چې څرنگه خپل لیک او لوست او تر زرو پورو حساب زده کړي.

د افغانستان ملي پوځ چې د اپریل تر میاشتې ئې شمیر تر ۳۵۳ زره تنو لوړ کړای شو، په پام کې ده چې د راتلونکي کال تر نیمایي پورې به د ټول هیواد په کچه د امنیت مسئولیت پر غاړه واخلي.

په افغانستان کې د تیرو دریو لسیزو جگړې او ناخوالې د دې لامل شوې چې زیاتره خلک ابتدایي زده کړو ته لاس رسې و نه لري. په همدې دلیل د پوځ د روزلو پروسه دومره گړندې نه ده.

په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت، د بې سوادۍ د برخې مشره بابرا گوډونو، وایي: «په افغانستان کې د تیرو ۳۰ کلنو جگړو له امله زیاترو افغانانو معلوماتو او زده کړو ته لاس رسی نه دئ لرلای. هغوی په ډیر څه پوهیږي، خو پر لیک او لوست نه پوهیږي.»

شاوخوا ۱۱۹ زره افغان امنیتي ځواکونو ته د زده کړې دغه پروگرام په دریو مرحلو کې په پام کې نیول شوی دئ، چې پکښې هغوی ته لیک او لوست او حساب ور زده کول کیږي. دغه زده کړې د افغانستان د تعلیمي سیستم د اتم ټولگي له نصاب سره معادل دي.

په ۲۰۰۹م کال کې د ناټو د یوې سروې له مخې د افغانستان د ملي اردو د سواد کچه ۱۳ سلنه ښوول شوې وه. د سروې د معلوماتو پر اساس د ملي اردو په پرتله د پولیسو په لیکو کې د سواد کچه لوړه وه.

د گوډونو پر وینا په پیل کې چې کوم سرتیري د بې سوادۍ کورس ته د زده کړو له پاره راځي هغوي پر لیک او لوست نه پوهیږي. ښوونکی باید هغوی ته هر څه د انځورونو په واسطه تشریح کوي.

گوډونو وایي که چیرې یو تن ټپي شي او و نه شي کولای چې د نقشې له مخې خپل موقعیت وښیي تر څو له هغه ځایه را وایستل شي، دا یوه جدي مسئله ده. دا د مرگ او د ژوند خبره ده.

هغه زیاتوي: «که چیرې د پولیسو يو افسر چې د قانون د پلي کیدو مسئولیت لري د یو څه پر لوستلو ، د یوه راپور پر لیکلو ونه توانیږي. دا د هغه له پاره د مرگ او د ژوند خبره ده.»

په افغانستان کې د سواد کچه ۳۷ سلنه ده. د نړۍ د ۱۲۳ هغه هیوادونو په کتار کې چې خلک ئې له زده کړو څخه محروم دي، افغانستان ۱۱۷ ځای لري.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش