افغان ځوانان په نوې بڼه سندرې اوري
۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سهشنبهد کابل په بازارونو کې اوس ډیر لږ د سي ډي، ډي وي ډي او ټېپي کسېتونو دوکانونه موجود دي. اوس ځوانان له دغو تکنالوژیو سره چندان مينه نه لري. اوس ډیر افغان ځوانان د انترنت له لارې د خپلې خوښې سندرې تر لاسه کوي.
له انترنت څخه سندرې ډیر وخت د MP3 او MP4 په ډول تر لاسه کیږي چې په گرځنده تیلیفونونو او نورو وسایلو کې د غږیدلو وړ وي.
د کابل د مکروریانو د سیمې یو ځوان محبوب الله، وایې چې هغه ته په MP4 کې د سندرو اوریدل په زړه پورې دي ځکه چې په هر ځای کې کولای شي د خپلې خوښې سندرې په اسانۍ سره واوري.
اوس په افغانستان کې هغه وسیلې چې کولای شي MP3 او MP4 سندرې وغږوي په ډیره ارزانه بیه موندل کیږي نو له همدې کبله له هغوی څخه د کار اخیستلو کچه هم لوړه شوې ده.
د کابل یو بل اوسیدونکی شریف وایې چې په لویديځ کې خلک نوې تکنالوژۍ خوښوي او افغان ځوانان هم اوس هڅه کوي چې د هغوی په لاره روان شي. هغه په خپله یو 4 iphone تیلیفون په لاس کې لري او وايي چې په هغه کې د خپلې خوښې سندرې اوري.
اوس د کابل د الکترونیکي وسایلو د خرڅلاو په بازار کې هر ډول وسایل پلورل کیږي. سړی کولای شي په دغه بازار کې له دیجیتل کمرو نیولې تر د 3D وسایلو پورې د خپل د اړتیا وړ وسایل وموندي.
د کابل د «فروشګاه بزرګ افغان» په لومړي پوړ کې د ویدیويي فلمونو او د غږیزو کسیتونو د خرڅلاو عمده مارکیت یو مهال له شوره ډک وو. خو اوس ئې پخوانی رنګ پاته نه دئ.
په دغه مارکیت کې یو پلورونکی میراجان، وایي چې له هغه وخت راهیسې چې نوې تکنالوژي بازار ته راغلې ده، د هغه کاروبار سخت زیانمن شوی دئ. هغه د خپل څنګ دوکان ته چې دروازه ئې تړلې وه اشاره وکړه او ویویل: «دغه پلورنځای به یو وخت د ځوانانو د شور ماشور مرکز وو. ډیر ځوانان به د فلمونو او غږیز کسیتونو د اخیستلو له پاره ورته راتلل خو اوس له دوو میاشتو راهیسې تړلی دﺉ ځکه چې د پخوا په څیر پیریدونکي نه لري.»
په ۲۰۰۱ میلادې کال کې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته د پاکستان له پېښور ښار څخه هم یو شمیر د سندرو جوړونکو شرکتونو افغانستان ته مخه کړه. خو اوس هغوی هم له خپل اوسني حالت څخه نا خوښه دي.
د افغان موزیک سنتر په نامه د سي ډي او ټېپي کسیتونو مرکز به یو مهال په پیښور ښار کې فعالیت کاوه خو له تیرو نهو کلونو راهیسې ئې خپله یوه څانګه د کابل ښار ته هم را انتقال کړې ده.
د دغه مرکز یوه پلورونکي جان الله، وايي چې د هغه کاروبار د هرې ورځې په تیریدو سره سړیږي نو ځکه غوره بولي چې خپل دوکان وتړي.
هغه زیاتوي چې دوی یوه غږیزه سي ډي په ۶۰ افغانۍ پلوري چې په کې لږ تر لږه لس سندرې ځای شوې وي خو د هغه په خبره د MP3 او MP4 د غږولو یوه اله په کابل کې په ۵۰۰ افغانۍ پلورل کیږي چې په کې ۱۰۰۰ سندرې ځای یږي. جان الله وایي چې ځوانان اوس د سي ډي پر ځای دغه الې رانیسي.
داسې ښکاري چې که څه هم د موسیقي د اوریدلو په برخه کې افغانستان کې د نوو بدلونونو راتګ د سي ډي او ټیپي کسیتونو پلورونکو ته تاوان رسولی دئ خو ځوان نسل ئې تود هرکلی کوي.
میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش