1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونه د ناټو پنځه برابره تلفات لري

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه

د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د ناټو په پرتله پنځه وارې لوړ دي. په داسې حال کې چې د ناټو د هر سرتیري له وژل کیدو سره په غربي او کورنیو رسنیو کې غوغا رامنځ ته کیږي، خو ډیر کم وخت د وژل شوو افغان سرتیرو یادونه کیږي.

https://p.dw.com/p/15gXh

د ناټو د وتلو د نیټې له اعلانیدو سره طالبانو پر افغان او بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ډیر کړي دي. په وروستیو کې څه نا څه هره ورځ په افغانستان کې د ناټو د سرتیرو د وژل کیدو خبرونه خپریږي خو هغه څه چې رسنې ئې په هکله ډیر رپوټونه نه خپروي د افغان ځواکونو تلفات دي.

دولتي شمیرې ښيي چې یوازې په تیرو څلور میاشتو کې په افغانستان کې ۸۵۳ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په همدې موده کې یوازې ۱۶۵ د ناټو سرتیرې په دې هیواد کې له منځه تللي دي.

ولسمشر کرزي د روان کال په مې میاشت کې گواښ کړی وو چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د افغان سرتیرو د مرگ ژوبلې شمیره هم لوړه شي. ناټو پخپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې په وروستیو درو ماشتو کې د یاغیانو په بریدونو کې یوولس سلنه زیاتوالی راغلی دئ.

د افغانستان د کورنیو چارو دوزارت ویاند صدیق صدیقي، د روانې اونۍ په پیل کې وویل چې په تیرو څلور میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۶۳۵ پولیس وژل شوي او ۱۲۴۶ تنه نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې افغان حکومت هم د یاغیانو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي. د هغه په خبره په تیرو څلورو میاشتو کې په بیلابیلو عملیاتو کې ۱۷۳۰ تنه یاغیان هم وژل شوي دي.

د یاغیانو په بریدونو او د پولیسو په تلفاتو کې په داسې حال کې زیاتوالي راځي چې ناټو غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي. که څه هم ځینې لویدیځ سیاستوال وایي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان کې جگړه پای ته ورسیږي، خو ښايي افغانان د یوې مودې له پاره په جگړه بوخت وي.

د افغانستان د چارو څیړونکي وحید مژده، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «طالبان په دې خبره پوهیږي چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي، او یوازې افغان ځواکونه به له دوی سره د جگړې کولو له پاره پاتې شي. هغوی د خپل دوبني عملیاتو له پیل راهیسي پر افغان ځواکونو باندې خپل بریدونه ډیر کړي دي چې د هغوی مورال ضعیفه کړي او څوک له هغوی سره د یوځای کیدو کوښښ و نه کړي.»

د مژده په خبره افغان حکومت د خپلو ځواکونو د مورال د لوړ ساتلو له پاره د خپلو تلفاتو واقعي شمیرې نه بربنډوي. مژده وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې په اړه واقعبینانه شمیرې د دې هیواد د ملي امینيت پخواني رئیس امرالله صالح، وړاندې کړي دي چې په خبره ئې په تیرو څلور میاشتو کې ۱۸۰۰ افغان سرتیري وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي دي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسي په افغانستان کې د ملي پوځ ۲۱۸ سرتیري په بیلابیلو پېښو کې وژل شوي دي.

که څه هم په وروستیو څلورو میاشتو کې د یاغیانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دئ خو د تیر کال د عین مودې په پرتله کم شمیر بهرنیو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. ډیر شمیر بهرني او افغان امنیتي ځواکونه د سړک د غاړې ماینونو له امله وژل کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض