1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونه د هلمند له يوې بلي ولسوالۍ هم وتلي دي

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې ځواکونه يې د هلمند ولایت له دویمې ولسوالۍ څخه هم وتلي دي. په دې ترتیب سره د نوزاد ولسوالۍ کنترول هم د طالبانو په لاس کې دی. تیره اوونۍ طالبانو د موسی کلا ولسوالي هم تر خپل کنترول لاندي راوستله.

https://p.dw.com/p/1HzlZ
انځور: Getty Images/AFP/N. Mohammad

له دې سره د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه پوښتنې لا پسې ډیرې شوې دي چې آیا هغوی کولای شي په یوازي سر د خپل هیواد امنیت وساتي او که نه؟

افغان پوځ له نوزاد ولسوالۍ څخه په وتو سره غواړي خپل تمرکز د هلمند ولایت مرکز او همداراز د کابل او هرات د لوی لارې امنیت ټینګولو ته واړوي.

د امریکایي چارواکو په حواله طالبان همدا اوس د افغانستان يو پر دریمه برخه یا کنترولوي او یا خو هم ورته ګواښ دي. خو دغه ډله په تیرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د ښارونو په نیولو او ډیر وخت ساتلو نه ده توانیدلې. طالبانو یوازې تیر کال د څو ورځو له پاره د کندز ښار تر خپل کنترول لاندې راوست.

په دې ترتیب سره نو افغان امنيتي ځواک د سنګین، ګریشک او مارجې ولسواليو او لښکرګاه ښار او یو شمیر نورو ولسواليو په کنترول ساتلو کې مصروف شوي.

د ۲۱۵ قول اردو ویاند محمد رسول ځاځي، ویلي دي: «موږ له نوزاد او موسی کلا وسلواليو څخه د پوځي پلانونو له مخې راوتلي یوو.»

هغه زیاته کړې ده: «اوس زموږ له پاره د سنګین، مارجې، ناد علي او د لښکرګاه او کابل-هرات لویې لاري لومړيتوب لري. له همدې کبله موږ خپل ټولي هڅې پر همدې سیمو متمرکزې کړې دي.»

د هلمند والي میزا خان رحیمي، هم دغه موضوع تائید کړې ده او ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونه هر وخت کولای شي چې نوزاد ولسوالي بیرته ونیسي: «په جګړه کې مخکې او شا ته تګ نورماله خبره ده. موږ په دې اړه اندېښنه نه لرو.»

له دې سره نو طالبان کولای شي چې په هلمند ولایت کې لا ډیره سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي او ځان د کجکي پروژې ته ورسوي چې په ترڅ کې یې د امریکا متحدو ایالاتو په مرسته د هلمند او کندهار ولایتونو د بریښنا د تامینولو له پاره په میلیونونو ډالر لګول شوي دي.

په هلمند ولایت کې د جګړې له تودیدو سره په سونو اضافي امریکایي مشاورین هم دغه ولایت ته رسېدلي دي، خو چارواکو ټینګار کړی دی چې دغه اضافي سرتیري به یوازې د افغان ځواکونو په روزنه او هغوی ته د مشورو په ورکولو بوخت وي.