1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونه په روزګان کې له خپلو پوستو وتلي دي

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

افغان امنیتي ځواکونه په روزګان ولایت کې له خپلو پوستو څخه وتلي دي. تر دې مخکې افغان امنیتي ځواکونه په هلمند ولایت کې هم له دوو ولسوالیو پر شا شوي ول او هغه یې طالبانو ته پرې ايښې.

https://p.dw.com/p/1I5Sv
Gefängnis in Ghazni
انځور: DW/G.Wafa

د روزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب، ویلي دي چې شاوخوا ۱۰۰ پوليس  او عسکر په شهیدي حساس ولسوالۍ کې له خپلو پوستو څخه وتلي دي او د دهخدا ګاونډۍ ولسوالي ته تللي دي.

افغان امنیتي ځواکونو تر څو میاشتي جګړې وروسته، له دې سیمې څخه د وتلو پریکړه کړې ده. په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان حکومت باندي خپل پوځي فشارونه ډیر کړي دي.

نایاب ویلي دي: «موږ غواړي په دهراود ولسوالۍ کې یوه قطعه جوړه کړو نو له دې کبله کیدای شي چې په نورو ولسوالیو کې هم له خپلو ځواکونو څخه وغواړو چې دلته راشي.»

د نایاب په خبره افغان ځواکونه ځکه له دې ولسوالیو څخه وتلي دي چې په نورو ځايونو کې د امنیتي ځواکونو کمښت موجود دی. هغه زیاته کړې ده چې په هیواد کې د پوځ شاوخوا ۱۰۰۰ سرتیري او په سونو پولیسو کمښت موجود دی.

نایاب ویلي دي: «ځینو کسانو پولیس او پوځ پریښی دی، ځیني نور بیا وژل شوي او یا هم ټپیان دي. ځینې نور بیا طالبانو ته تسلیم شوي دی. موږ باید د نورو ځواکونو تر رارسیدو پوري وضعیت کنترول کړو.»

د ناټو چارواکو له ډیر وخت راهیسې پر افغان ځواکونو باندي فشار راوړی دی چې له هغو ځایونو څخه چې ساتل یې ستونزمن دي سرتیري وباسي او داسې سیمو ته يې ولیږدوي چې ورڅخه لا اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

په روزګان ولایت کې تر دې مخکې استرالیايي او هالندي ځواکونه میشت ول. خو له هغه وروسته چې افغان امنیتي ځواکونو د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخیستل، بهرني ځواکونه له روزګان ولایت څخه ووتل.