1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواکونو خانشین ولسوالۍ بیرته نیولې»

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ مرداد ۱۰, یکشنبه

د افغان چارواکو په وينا امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ ناوخته له طالبانو څخه د خانشین ولسوالۍ بیرته نیولې ده. دغه ولسوالۍ د یوې لنډې مودې له پاره د طالبانو لاس ته لویدلې وه.

https://p.dw.com/p/1JZ9k
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: Getty Images/AFP/N. Mohammad

افغان ملي اردو او نور امنیتي ځواکونه د شنبې په ورځ د خانشین ولسوالۍ مرکز ته ورسیدل. د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې دغه ولسوالۍ اوس بیرته د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلې ده.

هغه زیاته کړې ده: «دغه ولسوالۍ اوس [له طالبانو] پاکه شوې ده. یو افغان سرتیری او ۱۸ طالبان وژل شوي دي.»

طالبانو د جمعې په ورځ د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ باندې عملیات پیل کړل او د دغه ولسوالۍ مرکز یې تر خپل کنترول لاندې راوست. یوازې په وروستیو څو میاشتو کې طالبانو دوه وارې پرخانشین ولسوالۍ باندې بریدونه کړي دي.

د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي میر احمد خان، له طالبانو څخه د خانشین ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر تایید کړی دی.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د افغانستان د بیا رغونې بهیر د څار ادارې یا سیګار له خوا په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې افغان ځواکونه اوس په ځینو برخو کې له طالبانو څخه د سیمو د ساتلو توان نه لري.

په رپوټ کې راغلي دي: «د روان کال د مې میاشتې په پای کې افغان حکومت د افغانستان د ولسوالیو ۶۵،۶ سلنه برخه کنتروله. دغه سلنه د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې ۷۰،۵ سلنه وه.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.06.2015):