1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونو د تاله و برفک ولسوالۍ بیرته نیولې

۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعه

افغان ځواکونو له طالبانو څخه د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ بیرته نیولې ده. دغه ولسوالي دوې ورځي مخکې تر سختي جکړې وروسته، د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

https://p.dw.com/p/2Yasz
Afghanistan Baghlan Sicherheitskräfte Armee
انځور: picture-alliance/dpa/A. Omari

د بغلان د والي ویاند محمد حقمل، د جمعې په ورځ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو طالب جنګیالي له تاله و برفک ولسوالۍ څخه پر شا تمبولي دي. هغه زیاته کړې ده چې په جګړه کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د پوځ دوه سرتیري هم ټپیان شوي دي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ تاله و برفک ولسوالۍ نیولې وه. لا تر اوسه پوري طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په یوه بله پیښه کې د ننګرهار ولایت د پولیسو قوماند جنرال ګل آغا رحماني، ویلي دي چې د ناټو یوه هوایي برید په ده بالا ولسوالۍ کې د داعش ۲۰ غړي وژلي دي.

په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی خو د دواړو اړخونو په جګړه کې ډیر وخت ملکي وګړي وژل کیږي.