1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونو د چا په مرسته موسی کلا بیرته ونیوله؟

۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

افغان امنیتي ځواکونو د امریکا متحدو ایالاتو د هوایي ملاتړ په مرسته، د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالي بيرته له طالبانو څخه نیولې ده. دغه ولسوالي څو ورځي مخکي طالبانو نيولې وه.

https://p.dw.com/p/1GPeO
انځور: Reuters/O. Sobhani

د تیری چهارشنبې په ورځ طالبانو موسی کلا ولسوالي له دولتي ځواکونو څخه ونیوله خو افغان ځواکونو بیا د سه شنبې په ورځ د پوځي عملیاتو په ترڅ کې بیرته د دغې سیمي کنترول په لاس کې واخیست.

په وروستیو اوونیو کې طالبان وخت ناوخت د یو شمیر ولسوالیو د نیولو هڅه کوي خو دولتي ځواکونه يې بیرته پر شا تنبوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانه کې راغلي دي: «د یو لړ پراخو پوځي عملیاتو په پایله کې چي مشري یې د افغانستان لوی درستیز کوله، افغان ځواکونو موسی کلا ولسوالي بیرته نیولې ده. په دغو عملیاتو کې تر ۲۰۰ ډیرو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

افغان او بریتانیایي ځواکونو اته کاله مخکې موسی کلا ولسوالي له طالبانو څخه نیولې وه خو څلور ورځي دمخه دغه ولسوالي يووار بيا هغاوی ونيوله. د هلمند په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان ژوند کوي. په دې ولسوالي کې همداراز مخدر مواد هم کرل کیږي چې له کبله یې د دې سیمې امنیت وخت نا وخت له ستونزو سره مخامخیږي.

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو یوه ویاند براین تریبیوس، ویلي دي چې یوې امریکایي الوتکې تیره اوونۍ په دغه سیمه کې ۱۸ هوايي بریدونه وکړل. هغه زیاته کړې ده چې د ولسوالۍ په نیولو کې همداراز یو شمیر بهرنیو ځواکونو هم ونډه اخیستې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب