1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواکونو د یمگان ولسوالي بیرته نیولې ده»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۳۱, یکشنبه

افغان امنیتي ځواکونو په بدخشان ولایت کې د یمگان ولسوالۍ کنترول بیرته تر لاسه کړی دی. په عین وخت کې داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې د کندز د چهار درې ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

https://p.dw.com/p/1FkMC
Afghanistan Gefechte zwischen Armee und Taliban
انځور: Reuters/O. Sobhani

یاغیانو د یمگان ولسوالۍ د جون میاشتې په شپږمه نیټه نیولې وه. د دغه ولسوالۍ د بیرته نیولو له پاره جگړې درې اوونۍ دوام وکړ. د آلمان خبري آژانس د بدخشان ولایت د پولیسو د مشر جنرال بابا جان، له قوله لیکلي دي: «امنیتي ځواکونو د یاغیانو پر ضد په تکتیکي ډول جگړه پر مخ بیوله، تر څو د ملکي مرگ ژوبلې مخه ونیول شي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «موږ نن سهار پر دې توانیدلي یو چې د دغه ولسوالۍ ډیرې لویه برخه بیرته ونیسو.» د جنرال بابا جان په خبره له یاغیانو سره په جگړه کې یو امنیتي پرسونل وژل شوی او نور څلور بیا ټپیان شوي، او په وینا یې په سلونو یاغیانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یمگان ولسوالي چې کم نفوس لري په نادره توگه د جگړې شاهده پاتې شوې ده، په داسې حال کې چې د بدخشان ولایت پر یو شمیر نورو ولسوالیو طالبانو بریدونه کړي دي.

د بدخشان ولایت د پولیسو مشر په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دوی په دغه ولسوالۍ کې کافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او د یاغیانو له لوري د کوم گواښ د منځه وړلو له پاره یې په دغه ځای کې تصفیوي عملیات ادامه لري.

«د چهار درې ولسوالۍ طالبانو نیولې»

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د شنبې د شپې ناوخته په کندز ولایت کې د چهاردرې ولسوالۍ کنترول د یاغیانو لاس ته لویدلی دی. نوموړي خبري آژانس د ولسوال زلمي فاروقي له قوله لیکلي دي چې چریکانو د کندز ولایت پر چهار درې ولسوالۍ برید کړی او د هغې زیاتې برخې یې نیولي دي: «د ورځې په اوږدو کې د یاغیانو او امنتیي ځواکونو تر منځ جگړې څو ساعته دوام وکړ، تر څو د شپې دغه ولسوالي د یاغیانو لاس ته ورغله.»

فاروقي په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو او یاغیانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، خو هغه په دې هکله دقیق ارقام نه دي وړاندې کړي.

په عین وخت کې د کندز د پولیسو مشر ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو په چهارده ولسوالۍ کې د طالب یاغیانو پر ضد تهاجمي عملیات پیل کړي دي. صبور نصرتي ویلي دي: «په دوه ورځنۍ جگړه کې درې امنیتي ځواکونه او ۱۷ طالب جنگیالي وژل شوي دي.»