1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونو غورماچ یو ځل بیا تر خپل کنترول لاندې راوستی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

افغان چارواکو د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ بیرته تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. دغه ولسوالي په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو لاس ته لویدلې وه.

https://p.dw.com/p/1GtaN
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د فاریاب ولایت مرستیال بریالي بشریار، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د شنبې په ورځ ویلي دي چې د غورماچ ولسوالۍ تر درو ورځو هوایي او ځمکنیو عملیاتو وروسته یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلې ده او دغو ځواکونو د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې د افغانستان بیرغ پورته کړی دی.

دغه افغان چارواکي تایید کړې ده چې د غورماچ ولسوالۍ د امنیې قوماندان او ۱۲ تنه نور پولیس تیره اوونۍ د طالبانو له خوا وژل شوي دي. دغه کسان د غورماچ د سقوط پر مهال د طالبانو له خوا اسیر شوي وو. طالبانو د اکتوبر پر ۱۸مه نیټه په ناڅاپي توګه پر غورماچ باندې برید وکړ او هغه یې تر خپل کنترول لاندې راوسته.

په وروستیو وختونو کې طالبانو خپل بریدونه د افغانستان شمال ته متمرکز کړي دي. دغه ډله په تیرو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل له پاره وتوانیدله چې د افغانستان په همدې برخه کې یو ښار تر خپل کنترول لاندې راولي.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، چې ډیر شمیر پلویان یې په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې دي اوس یو ځل بیا فاریات ته تللی دی ترڅو د طالبانو پر ضد د عملیاتو مشري وکړي. هغه تر دې مخکې هم همدې ولایت ته تللی وو او تر ستنیدو وروسته یې ویلي وو چې سیمه یې د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب