1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواک بايد خپل مځکني تجهيزات تقويه کړي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبه

یوه لوړپوړي امریکايي جنرال د چهار شنبې په ورځ وویل چې افغانان باید پر هوایي تجهیزاتو باندې د ټینګار کولو پر ځای، خپلو ځمکنيو تجهیزاتو لکله هاوان او زغروال موټرو ته ډیره توجه وکړي.

https://p.dw.com/p/17Qgt
انځور: REUTERS

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تل له نړیوالي ټولنې څخه پوځي هوایي تجهیزات غواړي. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو بمبارۍ یو څه کمې شوې دي. نو له همدې کبله د دې جنرال وروستۍ څرګندونې ښايي د امریکايي ځواکونو په پوځي پالیسۍ کې د یوه بدلون ښکارندوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پلان له مخې به امریکایي ځواکونه په راتلونکو دوو کلونو کې له افغانستان څخه ووځي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مرستیال جنرال جیمز تري، وویل چې امریکايي ځواکونه غواړی افغان ملي اردو په هاوانونو او توپخانو سمبال کړي.

دغه امریکايي جنرال چې په پنتاګون کې یې خبري کولې، خبریالانو ته وویل چې د افغان هوایي ځواکونو کمښت ته په کتو سره باید افغانستان ښه ځمکني تجهیزات ولري. هغه زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه به له «دي-۳۰» ډوله توپونو او «۶۶ ملي متري هاوانونو» څخه کار واخلي.

د دې امریکايي جنرال په خبره یو شمیر افغان ځواکونه به له زغروال موټرو څه ګټه واخلي او په دې ترتیب سره به د خپل هیواد د هوایي ځواک تر تجهیزولو پورې یو څه تحرک ولري.

جنرال تري زیاته کړه چې تر دې وروسته باید افغان ځواکونه خپل لا ډیر ټپي شوي ملګري د جګړې له میدان څخه د موټرو په مرسته روغتونو ته ولیږدوي. ځکه د هغه په خبره په راتلونکې کې به په تدریج سره د ناټو څرخي الوتکې او صحي تیم په سیمه کې حاضر نه وي.

د پنتاګون له خوا خپرې شوې شمیرې ښيي چې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه یو څه کم شوي دي. دغه موضوع ښيي چې ناټو په تدریجي ډول له افغانستان څخه خپل ځواکونه راباسي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه په خپله افغانانو ته سپاري.

د پنتاګون له خوا وروستۍ خپرې شوې شمیرې ښيي چې د دغه هیواد الوتکو په ۲۰۱۲ کال کې په ۴۰۹۲ مواردو کې له وسلو څخه کار اخیستی دی. دغه شمیره د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۲۴ سلنه کموالی ښيي. په دې کال کې امریکايي الوتکو په ۵۴۱۱ مواردو کې له وسلو څخه کار اخیستی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی. په ۲۰۰۹ کال کې د دغو بریدونو شمیر۲۵۷ ته رسیده خو په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۵۰۶ ته رسیدلی دی.

په پلان کې ده چې ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. اوس د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په دې اړه فکر کوي چې آیا تر دې کال وروسته هم په افغانستان کې خپل ځینې ځواکونه پریږدي او که نه. ویل کیږي چې ښايي امریکا تر دې نیټې وروسته خپل د ۳۰۰۰ او ۹۰۰۰ تر منځ سرتيري وساتي.