1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکو له طالبانو سره د خبرو په هکله رپوټ رد کړی

۱۳۹۶ شهریور ۹, پنجشنبه

افغان چارواکو له طالبانو سره د دوامداره خبرو کولو رپوټ رد کړی دی. اسوشیتد پرس د یوه سند له مخې لیکلي وو چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر کابو هره ورځ د طالبانو له مشرانو سره د تلیفون له لارې غږیږي.

https://p.dw.com/p/2j7ve
Afghanistan Hanif Atmar
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر، له لوري په خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي چې افغان حکومت د سولې هڅې کوي خو ټول مذاکرات د افغانستان د سولې د عالي شورا له لوري تر سره کیږي. تر دې مخکې اسوشتید پریس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي وو چې حنیف اتمر د اسوشتید پرس خبري آژانس له لوري هغه پوښتنو ته ځواب نه وو ورکړی چې د دوی له لوري د بریښنا لیک په واسطه وراستول شوې وې.

همداشان د افغانستان د ملي امنیت ادارې یا استخباراتو هم یوه بیله اعلامیه خپره کړې چې له طالب مشرانو سره د دغې ادارې د مشر معصوم ستانکزي د تیلفون اړیکو خبره ردوي.

د چهارشنبې په ورځ اسوشتید پرس خبري آژانس له طالبانو سره د دغو دواړو مشرانو د تلیفوني اړیکو په هکله یو رپوټ خپور کړی وو. د نوموړي خبري آژانس په وینا یوه افغان چارواکي ورته د اړیکو دغه سند ښوولی وو. په رپوټ کې راغلي وو چې دغه تلیفوني خبرې اترې په پاکستان او قطر کې د طالبانو له مشرانو سره تر سره شوي دي.

په دغه سند کې طالبانو داسې ټکي مطرح کړي وو چې احتمالا ښيي دغه ډله د افغانستان اساسي قانون او ټاکني ومني چې دا به په اوږد مهاله موده کې له دغې ډلې سره د سولې په خبرو اترو کې یو احتمالی مهم پرمختګ وي.

په رپوټ کې راغلي وو چې طالبانو د یوه انتقالي حکومت غوښتنه کړې وه ترڅو دواړه لوري د ټاکنو د تر سره کیدو پورې د خپل کنترول لاندې سیمي وساتي.

همداشان هغوی د هلکانو او نجونو له پاره زده کړې مني، خو غواړي چې دوی جلا زده کړې وکړي. د دغه رپوټ له مخې طالبانو د داسې ځانګړې محکمو د جوړیدو غوښتنه کړې وه چې هغه په زرونو قضیې وڅیړې چې په کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د زورواکو له خوا د ځمکې د غصب ادعاوې شوې دي. ډیری دغه احتمالي غاصبین پخواني جنګسالاران دي چې اوس په حکومت کې برخه لري.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي که څه هم افغان چارواکو ویلي چې هیڅ اړخ په علني توګه د سولې خبرو اترو تر سره کولو سره موافق نه دی، خو دغه اسناد ښيي چې د جزئیاتو په هکله بحثونه شوي دي.

طالبانو هم د افغان حکومت له استازو سره خبرې رد کړي دي. د اسوشیتد پرس د رپوټ تر خپریدو وړاندې چې هغوی له طالبانو سره اړیکه نیولې وه او دوی هم د جزئیاتو له وړاندې کولو ډډه کړې او ویلي يې وو چې هغوی له خبرو سره کومه لیوالتیا نه لري.