1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکو ټاکنې یوه بریا وبلله

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۳ خرداد ۲۴, شنبه

یوسف نورستاني د ټاکنو دویم پړاو یوه «بریا» وبلله او ویې ویل چې په دې بهیر کې شاوخوا اووه میلیونه کسانو گډون کړی وو. له بلې خوا د ملي امنیت مشر وویل چې په وروستیو لسو ورځو کې لس ترهگرې شبکې له منځه وړل شوې دي.

https://p.dw.com/p/1CIXS
Afghanistan Stichwahl für das Präsidentenamt 14.6.2014
انځور: DW/Yosofi

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني، د شنبې ورځې په ماښام په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانانو له خوا د ټاکنو د امنیت ټینگول او د دغه بهیر مدیریت یوه لویه لاس ته راوړنه ده. هغه له افغان امنیتي ځواکونو څخه د دغه بهیر د امنیت ساتلو له کبله مننه وکړه خو روښانه یې کړه چې په ځینو مواردو کې د امنیتي ځواکونو، انتخاباتي کارکوونکو او نورو ښکیلو کسانو له خوا په ټاکنو کې د لاسوهنو رپوټونه ورکړل شوي دي.

نورستاني وویل چې افغانستان د ټاکنو په بهیر کې د نورو هیوادونو په پرتله له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دی. هغه د ټاکنیزو موادو ټیټ کیفیت، د هویت د تثبیت د اسنادو کمښت، د سیمو د اوسیدونکو د دقیقو شمیرو نه شتون، د ښځو او نارینه و له پاره د بیلو مرکزونو پرانیستل، د ښځینه کارکوونکو کمښت او خراب امنیتي وضعیت د لویو ننگونو په توگه یاد کړل. خو دغه ټاکنیز چارواکي وویل چې پر دغو ټولو ستونزه سربیره افغانان وتوانیدل چې دغه بهیر په «بریالیتوب» عملي کړي.

نورستاني روښانه کړه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له اووه میلیونو څخه ډیرو افغانانو گډون کړی وو چې په ډله کې یې ۳۸ سلنه ښځې او ۶۲ سلنه نارینه شامل وو. هغه زیاته کړه چې د ولسمشریزو تاکنو د دویم پړاو له پاره د پلان شویو ټاکنیزو مرکزونو شمیر ۶۳۶۵ او پلان شویو ټاکنیزو محلونو شمیر ۲۳۱۳۶ وو: «هغه مرکزونه چې نن د رای اچوونې له پاره پرانیستل شوي وو شمیر یې ۶۱۸۴ وو. د نه پرانستل شویو مرکزونو شمیر ۱۴۰ وو او نن موږ له ۴۱ مرکزونو سره په اړیکه ټینگولو کې پاتې راغلو.»

په ټاکنیز بهیر کې درغلۍ

د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې هم د درغلیو د شتون په اړه اندیښنې ښوول شوي دي. د ټاکنو د خپوال کمیسیون مشر وویل چې د درغلیو په اړه رسیدلي شکایتونه به وڅیړل شي. هغه په عین وخت کې روښانه کړه چې د رسیدلو رپوټونو له مخې په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونو هم د ټاکنو په بهیر کې مداخله کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د خپل مهال ویش له مخې د جولای میاشتې پر دویمه نیټه د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. تر دې نیټې مخکې به هم څو وارې قسمي پایلې اعلان شي. د لومړنیو پایلو تر اعلانیدل وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټول ثبت شوي شکایتونه وڅیړلي او ناپاکې رایې به باطلې اعلان کړي.

امنیتي تدابیر

په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان پر ټاکنیزو چارواکو سربیره افغان امنیتي مسوولینو هم گډون کړی وو. د افغانستان د ملي امنیت مشر وویل چې په تیرو لسو ورځو کې امنیتي ځواکونو د یاغیانو د ۶۱ هدفمندو بریدونو پلانونو خنثی کړي دي. هغه زیاته کړې چې پر دې سربیره لس ترهگرې ډلې هم له منځه وړل شوي دي چې غوښتل یې د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د ټاکنو دویم پړاو یوه تاریخي ورځ وبلله او ویې ویل چې له څو استثناتو پرته، امنیتي ځواکونو په دغه بهیر کې خپله بیطرفي ساتلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب