1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایراني سرحدي ځواکونو نهه افغانان وژلي دي»

شریف شرفیار (هرات، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبه

افغان چارواکي وایي چې ایراني سرحدي ځواکونو د افغانانو پر یوې لویې ډلې باندې چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه ایران ته واوړي ډزې کړي دي چې په پایله کې یې لږ تر لږه نهه تنه افغانان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18WGn
--- DW-Grafik: Peter Steinmetz
Karte Afghanistan Provinz Farah Englischانځور: DW

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي، د شنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې ایراني سرحدي ځواکونو د جمعې په ورځ ناوخته پر څه د پاڅه ۳۰۰ تنو افغانانو باندې چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول ایران ته واړي ډزې کړي دي. ښاغلي ژوندي زیاته کړه چې د دغو کسانو له ډلې څخه د نهو تنو وژل شویو په گډون یوازې ۱۵۰ تنه یې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي او د پاتې کسانو برخه لیک لا روښانه نه دی. ویل کیږي چې دغه افغان د فراه ولایت د «لاش جوین» ولسوالۍ له لارې ایران ته اوښتي ول.

که څه هم ویل کیږي چې د مړو شمیر کیدای شي وروسته تر دې هم لوړ شي، خو اوس افغان چارواکي یوازې د نهو کسانو د وژل کیدو او د ۵۰ تنو د ټپی کیدو خبر تاییدوي. دغه کسان اوس د فراه ولایت روغتون ته راوړل شوي دي. ویل شوي دي چې د پېښې په قربانیانو کې د هرات، بادغیس، او تخار ولایتونو اوسیدونکي شامل دي.

د لاش جوین ولسوال د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «په پېښه کې نهه تنه افغان وژل شوي دي خو د وژل شویو کسانو شمیر لوړیدای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو لا تر اوسه پورې د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي. له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند سیامک هیروي، وویل چې افغان حکومت د فراه ولایت د پېښې د څیړلو په موخه یو پلاوی ګومارلی دی. هغه زیاته کړه چې د پېښې د جزئیاتو له معلومیدو سره به په رسمي ډول له ایراني چارواکو څخه د هغې په اړه معلومات وغواړي.

د فراه په ولایت کې په پېښه کې یوه تن ټپي شوي کس خبریالانو ته وویل چې هغه غوښتل ایران ته د کار کولو په موخه ولاړي. هغه زیاته کړه چې له قاچاق وړونکو سره یې توافق کړی وو چې د ۷۰۰۰۰۰ ایراني تومانو په بدل کې هغه ایران ته ورسوي. دغه کس چې په اصل کې د شنډنډ له ولسوالۍ څخه دی وویل: «د ایران په خاوره کې شاوخوا پنځه، شپږ کیلومتره مخکې تللي وو چې پر موږ باندې د ماشیندارو ډزې وشوې. وروسته بیا پر موږ باندې د دریش غږ وشو. موږ ټول ودریدو او لاسونه مو پورته کړل. هغوی موږ ته امر وکړ چې بیرته د افغانستان په لور ولاړ شو. موږ د افغانستان په لور منډې پیل کړې، خو هغوی پر موږ له شا ډزې وکړې. ډیر کسان مړه شول.»

د «لاش جوین» د ولسواالۍ یوه امنیتی مقام د نوم د نه بربنډولو په شرط پېښه ډیره دردوونکې بللې ده او زیاته کړې یې ده چې دوی ته تر پنځوسو پورې ټپیان رسیدلي دي چې په ډله کې یې د لسو تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

اوس مهال په ایران کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانان ژوند کوي. د دغو کسانو له ډلې څخه یوازې یو میلیون یې په ایران کې په قانوني ډول اوسیږي. ایران وخت نا وخت له خپل هیواد څخه د دغو گډوالو د راایستلو گواښ کوي.

افغانستان له ایران سره شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره گډه پوله لري. هر ورځ په سلهاوو تنه افغانان له دغې پولې څخه په غیرې قانوني ډول ایران ته اوړي ترڅو په دغه هیواد کې کار وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب