1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: تاریخي سوداګریزي لاري بیا پرانیزو

۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبه

افغان حکومت اوس هڅه کوي د تلو راتلو هغه پخوانۍ سوادګریزي کرښي بیرته پرانیزي چې یو مهال به د سوداګرو قافلو پرې یوه خوا بله خوا تګ را تګ کاوه. افغان چارواکي وایي چي د وریښمو د لاري په بیا پرانیستلو یي کار پیل کړی

https://p.dw.com/p/11wWz
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: J. Sorges

حکومت وایې چې په دې لړ کې د ملک په سویل، لویدیځ، شمال او ختیځ کې د یو شمیر پخوانیو کرښو د پرانیستلو هڅي پیل سوي دي. له دغې ډلي یوه هم د وریښمو تاریخي لاره ده.

دغه لاره له چین څخه پیل او له افغانستان څخه په تیریدو د منځنۍ اسیا په هیوادونو پوري تړل کیده. د وریښمو په نامه دغې نومول شوي لاري افغانستان ته له اقتصادي او کلتوري اړخه ډیر ارزښت ور په برخه کړی وو، خو په سیمه کې د سیاسي حالاتو په بدلون دغې لارې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

اوس یو ځل بیا د ترانسپورت وزارت هڅي پیل کړي چې د وریښمو لاره د سوداګریزو د قافلو پر مخ پرانیزي. په همدې موخه تیره اونۍ یو نمایشي سوداګریز کاروان هم له دغې لاري تیر سو.

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت معین، محمدالله بتاش، وايي چي دغه لاره د بیا رغوني په حال کي ده. هغه زیاتوي چې د ټرانسپورټ د سکتور وده کولای شي چی د ملک اقتصاد او سوداګرۍ ته د پام وړ وده ورکړي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایو د اطاق چارواکې وایي چې افغانستان له ستراتیژیک پلوه په داسي ځای کې پروت دی چې کولای شي د سیمې او نړۍ په سوداګرۍ کې مهم رول ولوبوي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مشر، محمد قربان حقجو، په تیره شاوخواه یوه لسیزه کی د ترانیزیت په برخه کې سوي پرمختګونه ډیر اغیزمن وبلي:

«په تیرو نهو کلونو کې زمونږ د ترانسپورت او ترانزیت سکتور د پام وړ وده درلوده. کال په کال هم دولت د لویو لارو او بندرونو په جوړولو او د قوانینو په اصلاح کې ښه رول ولوباوه.»

د ترانسپورت د وزارت چارواکې په داسي حال کې په تیرو نهو کلونو کې د دغه سکتور له ودې او د یو شمیر مهمو ترانزیتي لارو د بیا پرانیستلو خبري کوي چې دمګړۍ د افغانستان حلقوي سړک د بشپړیدو په حال کې دی.

د اقتصادي چارو شنونکي وایې که چیرته د افغانستان حلقوي سړک او یو شمیر مهمې پخوانۍ سوداګریزي لارې او بندرونه د سوداګرو پر مخ پرانیستل شي افغانستان به هر کال له دغه اړخه په سلهاوو ملیونه ډالر تر لاسه کړي.


دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش