1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ډاکتر د آلمان ستر نښان تر لاسه کړ

۱۳۹۰ مهر ۲۲, جمعه

افغان ډاکتر او ژباړونکي، ښاغلي اکرم ملکزي د اکتوبر په اومه نېټه د خپلو علمي هڅو له کبله د آلمان ستر نښان تر لاسه کړ. ملکزي په تېرو شلو کلونو کې د آلماني پښتو يو قاموس ليکلی دی، چې د ده په وينا یو معياري اثر بلل کېدای شي

https://p.dw.com/p/12s39
افغان لیکوال، ډاکتر اکرم ملکزی
افغان لیکوال، ډاکتر اکرم ملکزیانځور: A. Malakzay

ښاغلي اکرم ملکزي خپل کاري ژوند د ژپاړونکي او د آلماني ژبې د ښوونکي په توګه پيل کړ، وروسته يې طب ووايه او اوس ورته د آلماني او پښتو ژبو د يو قاموس د ترتيبولو له امله د آلمان ستر نښان ورکړل شوی دی. ملکزی د دغه نښان د تر لاسه کولو دوه عمده عوامل راپه ګوته کوي.

«له يوې خوا دا يو علمي کتاب دی. له بلې خوا په اوس وخت کې د جګړې پر ځای پر خبرو باندې ټينګار کيږي. دغه اثر د آلماني او افغان ولسونو تر منځ د خبرو اترو لاره هواروي. دا يو پل دی. په اوسني حساس وخت کې هرې لارې چارې ته هر کلی ويل کيږي، چې د ولسونو تر منځ خبرو اترو ته لاره هواروي.»

ښاغلي ملکزي ډېر پخوا د خبرو اترو او ديالوګ لاره غوره کړې وه. نوموړي په کابل د آماني ښوونځی ولوست، چې پخوا د نجات ښوونځی بلل کېده او درسونه يې په آلماني ژبه ول. دلته يې بکلوريا هم تر لاسه کړه. په دې ترتيب ملکزی ورو ورو له آلماني ژبې سره په تماس کې راغی. دوه نور کاله يې د پکتيا په برمختيايي پروژه کې د ژباړونکي په توګه کار وکړ.

په ۱۹۷۴ م کال کې ملکزی آلمان ته ولاړ او په مونشن کې د ګويته په انستيتوت کې د آلماني ژبې ښوونکی جوړ شو. ملکزی افغانستان ته ستون نه شو، بلکې پرېکړه يې وکړه چې په آلمان کې پاتې شي. دا په داسې حال کې وه چې په افغانستان کې حالات ترينګلي شول او داسې يوه جګړه راوټوکېدله چې په مختلفو جبهو کې تر ننه پورې دوام کوي. دا چې په افغانستان کې تر اوسه پورې ناامني دوام لري، نو د ملکزي لخوا د ستر نښان تر لاسه کېدو ته کوم رسمي غبرګون هم نه دی ښودل شوی. ملکزی په دې اړه وايي:

«په افغانستان کې چارواکو حتی څه ويلي هم نه دي. دا په داسې حال کې ده چې بهرمېشتي افغانان ټول راسره مرکې کوي او افغاني ويبپاڼې هم ډېر رپوټونه په دې اړه خپروي. ډېرې ستيانې راپه برخه شوې.»

په آلمان کې د ښاغلي ملکزي د ژوند دويم پړاو پيل شو. دلته يې طب ووايه او خپلې لوړې زده کړې يې په ۱۹۸۶ م کال کې پشپړې کړې. خو هغه خپل پخوانی کسب هم وساته او درې نور کاله يې د آلمان په محکمو کې د ژباړونکي په توګه کار وکړ. په ۱۹۸۹ م کال کې يې خپله دوکتورا پيل کړه او ورسره يې د يوې آلماني پښتو ډکشينرۍ ژباړلو ته ملا وتړله.

همدا اوس ښاغلي ملکزي د دغه قاموس له کبله د آلمان ستر نښان تر لاسه کړ چې د آلمان د جمهور رييس لخوا منظوريږي. ملکزی، چې د يو قاموس ليکونکی دی، خو کله چې هغه د جايزې د تر لاسه کولو پر غونډې باندې غږيږي، هغه ځان له الفاظو څخه عاجز بولي.

«دغه خوشحالي چې ما په هغه شېبه کې تجربه کړې ده، د ويلو نه ده. سړی بايد دغسې يو حالت پخپله تجربه کړي.»

د ۱‍۹۹۶ م کال راهيسې ډاکتر ملکزی خپل کتنځای لري او د خپل کار تر څنګ نور کتابونه هم ليکي تر څو د آلمانانو او افغانانو تر منځ د ژبنيو خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي. ښاغلي ملکزي د طبابت او طبيعي علومو يو فني قاموس هم ليکلی چې همدا اوس چاپ ته چمتو ورسره پروت دی.

په راتلونکي کې ښاغلی ملکزی غواړي چې آلماني ادبيات پښتو ته واړوي او افغاني ادبيات په آلماني ژبه ترجمه کړي. په دې ترتيب ملکزی په دې بريالی شوی دی چې د افغانانو او آلمانانو تر منځ د رغوونکو خبرو اترو زمينه برابره کړي.

ليکونکی: نسيم صابر
کتونکی: مسعود جهش