1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ژورنالیستې د زړورتیا جایزه ترلاسه کړه

وصلت حسرت نظیمي۱۳۹۲ آبان ۳, جمعه

د ښځو د رسنیو نړیوال انجمن افغانې ژونالیستې نجیبه ایوبي ته د ژورنالیزم په برخه کې د زړورتیا جایزه ورکړه. پر دغې افغانې سربیره دوو سوریایي او کمبوجیایي ژورنالیستانو هم د ۲۰۱۳ کال له پاره دغه جایزه ترلاسه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1A6Et
انځور: Getty Images for International Women's Media Foundation

نجیبه ایوبي په افغانستان کې د کلید ګروپ مشره ده. ښځو د رسنیو نړیوال انجمن ویلي دي چې دغې میرمنې د بیلابیلو ګواښونو پر ترلاسه کولو سربیره هم خپل کار ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې ورته دغه جایزه ورکړل شوې ده. د دغه انجمن له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «هغې [نجیبه ایوبي] ته له بیلابیلو سرچینو ګواښونه ورکړل شوي، سیاستوالو یې کور ته وسله وال کسان استولي دي، ناپیژندل شویو کسانو د هغې کورنۍ ته د زیان رسولو ګواښونه کړي دي او د هغې د بدنامولو هڅې شوې دي.»

په خپله نجیبې ایوبي له دویچه ویله سره په یوې مرکې کې هغې ته د رارسیدلو ګواښونو په اړه وویل: «ما ته شوی هر ګواښ مې په یاد دی. دغه ګواښونه مې په ذهن کې ثبت شوي دي. تر ټولو ویروونکی یې هغه وو چې دوه وسلوال کسان زموږ کور ته راغلل او موږ له ځانه څخه د دفاع کولو په موخه هیڅ څه نه لرل. هغه ډیره سخته شیبه وه او زه به هیڅ کله هم په هغه وخت کې د خپلې مور څیره هیره نه کړم.»

میرمن ایوبي وايي چې په افغانستان کې د یوې ښځینه ژونالیستې په توګه کار کول یوه ستونزمنه خبره ده. خو هغه روښانوي چې له ژورنالیزم سره مینه لري او له هغه پرته د خپل ژوند په اړه فکر نه شي کولای: «ژورنالیزم زما ژوند دی او زه په دې برخه کې له کار کولو پرته ژوند نه شم کولای. څو ورځې مخکې مې د یوې ناروغۍ له کبله خپل غږ له لاسه ورکړی وو نو هغه وخت مې له ځان سره فکر وکړ چې که زه خپل غږ له لاسه ورکړم نو دا زما د مړینې په معنی ده.»

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکول کیده. خو په ۲۰۰۱ کال کې د دغې ډلې د رژیم تر ړنګیدو وروسته افغانستان په نسبي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. اوس ډیری نجونې ښوونځیو ته ځي، په دفترونو کې کار کوي او د افغانستان په سیاسي ډګر کې ونډه لري.

د هغو بخشونو له ډلې څخه چې ښځو په کې د پام وړ پرمختګ کړی دی یو یې هم رسنې دي. میرمن ایوبي وایي چې اوس د افغانستان په بیلابیلو رسنیو کې شاوخوا ۱۵۰۰ ښځینه ژورنالیستانې په کار بوختې دي. دغه ژورنالیسته ټینګار کوي چې افغانې میرمنې باید د رسنیو په ډګر کې لا ډیره ونډه ولري ترڅو وشي کولای د نورو ښځو ستونزې افغانانو او نړیوالو ته ورسوي: «اوس موږ ډیرې لاس ته راوړنې لرو خو زه فکر کوم چې ۱۵۰۰ ښځینه ژورنالیستانې کافي نه دي. موږ لا ډیرو ښځینه ژورنالیستانو ته اړتیا لرو چې وشي کولای خپل غږونه تر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ورسوي.»

میرمن ایوبي «د افغانستان له پاره د بشري ودې خدمتونو» په نوم غیردولتي موسسی مشره ده. دغه موسسه په ۱۹۹۲ کال کې رامنځ ته شوې ده چې د کلید ګروپ یې هم یوه برخه ده. د کلید ګروپ چې د رسنیو په برخه کې فعالیت کوي د امریکا د پرمختیایي ادارې په مرسته جوړ شوی دي. اروپايي ټولنې هم له دې ګروپ سره تخنیکي مرستې کړې دي. اوس د کلید ډله د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې اووه راډیوګانې لري.

د پلان له مخې به ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. ډیر شمیر افغانان په دې اړه اندیښنه لري چې تر دې نیټې وروسته به له رسنیو سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم محدودې شي. خو میرمن ایوبي روښانوي چې هغه په دې اړه ډیره اندیښنه نه لري ځکه رسنه یې ښه مالي پلان لري او اوس په نسبي ډول خودکافي ته رسیدلې ده.

د ښځو د رسنیو نړیوال انجمن د ایوبي تر څنګ سوریایي انځوریزې ژورنالیستې نور کیلزي، او کمبودیایي لیکوالې بوفا فورن ته هم د ژورنالیزم په برخه کې د زوړرتیا جایزه ورکړې ده. ایوبي دریمه افغانه میرمنه ده چې دغه جایزه ترلاسه کوی. تر هغې مخکې فریدې نیکزاد په ۲۰۰۸ کال او شریفې اکاخیل په ۱۹۹۹ کال کې دغه جایزه ګټلې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب