1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ښځينه چارواکي له گواښ سره مخامخ دي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۴, پنجشنبه

شا بي بي سعیدي هر سهار له ډیرې بيري سره خپل دفتر ته ورځي. کله خو دغه سیمه ییزه چارواکې چادري هم پر سر کوي او پر پښو خپل دفتر ته ورځي. ځینې وختونه بیا شابي بي د ښاري موټرو په مرسته ځان دفتر ته رسوي.

https://p.dw.com/p/19p1z
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

دغه افغانه چارواکې، ځکه بيريږي چي تر هغې دمخه دوې نوري ښځي چې پر دغه دنده باندې بوختې وې د تیر کال په جولای او ډیسمبر میاشتو کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شوې.

میرمن سعیدي د لغمان ولایت د ښځو چارو رياست مشره ده. هغه وايي: «زه د هر څه په اړه ډیره اندیښنه لرم. میرمن حنیفه صافۍ او نازیه صدیقي د ښځو د حقوقو د تر پښو لاندي کوونکو او دولت د مخالفینو له خوا شهیدانې شوې دي.»

دغې میرمنې ته هم د ناپیژندل شویو کسانو له خوا گواښونه کیږي. هغه وايي: «له مارچ میاشتې راهیسې ما ته ډیر ځلې گواښونه شوي دي.» خو هغه وایي یو څوک باید دغه دولتي دنده پر مخ بوځي: «اوس زه دغه دنده پر مخ وړم. که موږ د ښځو له حقوقو څخه دفاع و نه کړو، نو زموږ لاس ته راوړني به له گواښ سره مخامخ شي.»

د لغمان د ښځو ریاست اوس مهال په دغه ولایت کې د ښځو له حقوقو څخه دفاع کوي. له ښځو سره کورنی تاوتریخوالی، په زوره واده ته د ښځو مجبورول، د پورونو په بدل کې ورکول، د ښځو پلورل، برمته کول او له کوره د ښځو د تښتیدلو په شان پیښو ته رسیده گي کوي.

میرمن سعیدي وایي چې د دولت مخالفین په ښار کې د عادي وگړو په منځ کې گرځي راگرځي: «هغوی [د دولت مخالفین] په ښار کې شته او د سیمه ییزو اوسیدونکو په منځ کې گډ دي. د ماښام تر شپږو بجو وروسته ټول بازار تړل کیږي، امنیتي ځواکونه خپلو کورونو ته ځي او طالبان دباندي راوځي.»

د شابي بي سعید کورنۍ د امنیتي ستونزو له کبله په کابل کې ژوند کوي. که څه هم په لغمان ولایت کې په ځانگړې توگه د ښځو له پاره ډیرې امنیتي ستونزې موجودې دي، دولت د میرمن سعید د ادارې د امنیت نیولو له پاره یوازې درې تنه پولیس په دندو گومارلي. هغه وایي: «دا بسنه نه کوي. که زه هغوی [پولیس] له ځان سره بوځم نو زموږ دفتر به له گواښ سره مخامخ وي، خو که زه هغوی دلته په دفتر کې پريږدم نو زه به له گواښ سره مخامخ یم.»

د میرمن سعیدي انديښنه په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ښځو په هدفي وژنو کې د ډیروالې د راتلو له کبله ده. ان د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشره سیما ثمر، وايي چې په تیرو لسو کلونو کې یې تر ټولو ستره بريا ژوندۍ پاته کیدل دي.

تیره میاشت د افغانستان د پارلمان یوه ښځینه وکیله فریبا کاکړ، هم د وسله والو کسانو له خوا برمته شوه. هغه بیا څلور اوونۍ وروسته تر هغه د طالبانو له خوا آزاده شوه چې افغان حکومت موافقه وکړه چې د طالبانو څو تنه بندیان آزاد کړي. د کاکړ تر برمته کوونې یوازې څو ورځې مخکې یوه بله ښځینه وکیله هم د یاغیانو د یوه کمین په پایله کې ټپي شوې وه. دغه پېښه هم په هماغه سیمه کې رامنځ ته شوې وه چې کاکړ پکښې برمته شوه. په دې پېښه کې د دغې وکیلې لور او یو تن ساتونکی ووژل شول. په یوې بلې پېښې کې بیا وسله والو کسانو په کونړ ولایت کې یوه هندۍ لیکواله چې له یوه افغان سره يې واده کړی وو په مرميو ووژله.

په هلمند ولایت کې هم وسله والو کسانو د روان کال له جولای میاشتې راهیسې درې تنې پولیسې وژلې دي. په ولسې جرگه کې د هلمند ولایت استازې نسیمه نیازۍ، وایي چې د نیگار وژنه د هلمند ولایت له پاره یوه ډیره لویه ضایعه وه: «د هغوی تر وژل کیدو وروسته، زه فکر نه کوم چې یوه بله ښځه دې پر ځای کار کولو ته چمتو شي. په ټولنه کې د یوه محافظه کار باور د شتون او همداراز له ښځو څخه د حکومت د لږ ملاتړ له کبله د پولیسو په لیکه کې د ښځو شمیر د وخت په تیریدو سره کمیږي.»

د ملگرو ملتونو د ښځو چارو ادارې مشره فومزیلې ملامبو نگوکا، روښانوي چې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ښځو د وژنې او ربړوني پېښي ډیرې شوې دي. هغه وايي: «د ښځو د هدفي وژنو وروستۍ پېښې ښيي چې اوس په افغانستان کې د ښځو د حقوقو ضمانت کولو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.»

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ۲۰۱۰ کاو ۲۰۱۲ کلونو تر منځ له ښځو سره د تاوتریخوالي۴۰۰۰ پېښې ثبت کړې دي. کارپوهان وايي چې د دغو پېښو اصلي شمیر ښایي تر دې هم لوړ وي، ځکه په ډیرو مواردو کې ښځې د تاوتریوالي په اړه یا خو هیڅ شکایت نه کوي او یا هم د شکایت کولو چانس نه پیدا کوي.

لا تر اوسه پورې په واضیح ډول روښانه نه ده چې پر ښځو باندي د بريدونو تر شا د کومي ډلي لاس دی. طالبان په ډیرو مواردو کې د دغو بریدونو پړه د ټولنیزو حساسیتونو په سبب پر غاړه نه اخلي.

دا نه یوازې مخالفین دي چې پر ښځو باندې بریدونه کوي، بلکي په ډیرو مواردو کې د هغو کسانو خپل خپلوان هم پر ښځو باندې بریدونه کوي چې د کورنۍ د غړو یې د ښځو د ریاست له خوا ملاتړ کیږي. سعیدي وايي چې اسلام بي بي، د هغي نجلۍ د کورنۍ د یوه غړي له خوا وژل سوې ده چي له کوره تښتېدلې وه او د ښځو چارو له رياست څخه يې مرسته غوښتې وه.

په عین حال کې ډیري افغانې ښځي په دې اړه اندیښنه لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د هغوی ستونزې لا پسې ډیري شي. آغلې سعیدي خو بیا ان په دې اړه فکر کوي چې د گواښ په صورت کې له افغانستان څخه ووځي. هغه وايي: «که زه له یوه جدي گواښ سره مخامخ شم، نو نړیواله ټولنه باید زما له پاره له افغانستان څخه د وتلو او همداراز په یوه بل هیواد کې د میشتیدو زمینه برابره کړي.»