1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ښځې د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمنې دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د افغانستان د پارلمان یو شمیر ښځینه غړي وایي چې د ولسمشر کرزي له خوا د علماو د شورا له اعلامیو ملاتړ او د واشنگټن له خوا د سولې پلان ته ډیره توجه هغوی ته دا احساس ورکړی دئ چې اوس له افغانو میرمنو ملاتړ راکم شوی دئ.

https://p.dw.com/p/14tcU
انځور: AP

د روان کال په مارچ میاشت کې ولسمشر کرزي د علماو شورا له هغو وړاندیزونو خپل ملاتړ اعلان کړ چې له مخې ئې ښځې په عام محضر کې له نارینه و سره له خبرو کولو منع شوې وې او همدا راز میړو ته اجازه ورکړل شوې وه چې تر خاصو شرایطو لاندې خپلې ښځې ووهي.

تیر کال هم ولسمشر کرزي د هلمند ولایت معاون هغه وخت له دندې گوښه کړ چې دوه میرمنو په یوه کانسرت کې پرته له دې چې ټیکري پر سر کړي سندرې وویلي.

د ولسي جرگې غړې فوزیه کوفي، وایي چې دا کارونه افراطیانو ته د شین څراغ ښودل دي. کوفي زیاتوي: «دا یو شین څراغ دئ چې د طالبانو په گډون افراطي وگړو ته لاره هواروي چې رامخکې شي.»

که څه هم یو شمیر لوړپوړي چارواکي وایي چې اوس طالبانو د ښځو د زده کړو په برخه کې خپل دریځ نرم کړی دئ، خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، وویل چې لا اوس ډیر وخته ده چې د دې پر سر خبرې وشي چې ایا طالبان د ښځو له زده کړې سره موافق دي او که نه.

د افغانستان د پارلمان یوه بله غړې شکریه بارکزۍ، وایي چې د سپینې ماڼۍ په پالیسیو کې بدلون ښایي د هغوی پام د ښځو له حقونو څخه لیرې کړی وي: «موږ اوس داسې احساس لرو چې اوس باید د ښځو د حقونو لاس ته راوړلو له پاره یوازې عمل وکړو. موږ داسې احساس لرو چې له موږ څخه هیڅ ملاتړ نه کیږي.»

په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا وزیرې ثریا دلیل، واشنگټن ته په خپل سفر کې وویل چې اوس افغان میرمنې غواړي په سیاسي بهیر کې گډون وکړي. هغې زیاته کړه: «د افغانستان میرمنو اوس د ۱۱ کلونو مخکې وخت په پرتله تغیر کړی دئ. موږ غواړو چې د سولې په بهیر، د امنیتي مسئولیتونو د لیږد په بهیر کې او د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو کې ښکیل ووسو.»

په افغانستان کې په وروستیو لسو کلونو کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع ډیر سازمانونه جوړ شوي دي. په ټول افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته ورځي او ښځې د ټولنې په ډیرو برخو کې فعاله ونډه لري. خو پر دې سربیره هم له افغانستان څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیر رپوټونه رسیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل