1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کارکوونکي خپل درې بهرني همکاران ووژل

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

یوه افغان کارکوونکي د جمعې په ورځ د ناټو په یوې اډې کې درې تنه بهرني سرتیري ووژل. دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ د ناټو درې تنه نور سرتیري د یوه افغان پولیس له خوا وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/15nwj
انځور: Getty Images

د ایساف یوه ویاند د شنبې په ورځ وویل: «برید کوونکي د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفرم پر تن نه لاره. هغه د ناټو د کمپ یو ملکي کارکوونکی وو چې اجازه ئې لرله دې اډې ته دننه شي.»

د ناټو دې ویاند زیاته کړې ده چې لا تر اوسه پورې په دې اړه معلومات په لاس کې نه شته چې دې وگړي څرنگه په اډې کې وسله تر لاسه کړې وه. د ناټو ویاند زیاته کړې ده چې پېښه د افغانستان په جنوبي ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

په وروستیو کې د افغانانو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه ډیر شوي دي. د جمعې په ورځ د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د په یوې بلې پېښي درې تنه امریکايي سرتیري په یوې ورته پېښي کې وژل شوي ول.

افغان پولیسو په ملمستیا کې درې تنه بهرني سرتیري ووژل

په هلمند ولایت کې د جمعې په ورځ د پولیسو یوه قوماندان او د هغه څو تنو ملگرو درې تنه امریکایي سرتیري وژلي دي. دغه پېښه تیر ماښام د سنگین په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د افغان چارواکو په وینا دغه کسان (امریکایي سرتیري) روژه ماتې ته د امنیتي مسائلو پر سر د خبرو اترو له پاره رابلل شوي وو او تر هغې وروسته بیا هغوی وژل شوي دي.

د رویترز خبري آژانس په حواله وژل شوي کسان د امریکایي ځانگړو ځواکونو غړي ول او تیر ماښام د ساروان کلا په سیمه کې په یوه غونډه کې د گډون کولو پر وخت وژل شوي دي. د رویټرز خبري آژانس زیاتوي چې ښایي دا له مخکې څخه پلان شوی برید وي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه افغان چارواکي دویچه ویله ته د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل چې وژونکي د سیمه ییزو پولیسو غړي ول.

یوه جگپوړي افغان چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «د ماښامنۍ پر وخت د پولیسو قوماندان او د هغه همکارانو دغه کسان وژلي او تښتیدلي دي. دغه قوماندان د افغانستان ملي پولیسو افسراو په سنگین ولسوالۍ کې د پولیسو ځایي مشر وو.»

دغه چارواکي زیاته کړې چې داسې ښکاري چې هغه د وژلو دا پلان تر مخه چمتو کړی وي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند دغه پیښه تائید کړې ده خو ویلي دي چې په دې اړه لا څه نه شي ویلای چې آیا دا یوه د غچ اخیستنې پېښه وه او که د پولیسو په لیکو کې د نفوذ مسئله. ویاند زیاته کړې ده:

«تر اوسه پورې هغه څه چې موږ پرې پوهیږو یو افغان چې یونیفورم ئې درلود دغه کسان د هغه له خوا وژل شوي دي.»

د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر بهرنیو سرتیرو بریدونو د ائتلافي او بهرنیو ځواکونو تر منځ د باور فضا تر ډیره حده خرابه کړې ده.

د ناټو د ارقامو پر اساس د روان کا د جنورې د میاشتې راهیسې داسې ۲۴ پیښي رامنځ ته شوي دي چې پکښې ۲۸ تنو بهرنیو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. په تیر کال کې هم دغه شان ۲۱ بریدونه شوي چې پکښې ۳۵ تنه وژل شوي ول.

د ناټو په وینا د افغانستان په سویل کې د یاغیانو په یوه بل برید کې د ناټو یو سرتیری وژل شوی دئ. په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې هم اووه تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض