1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کردوندګر: موږ مجبوره یو چې کوکنار وکرو

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۷, جمعه

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ۱۳ کلن نقیب الله له خپل پلار سره د کوکنارو په کروندې کې په کار بوخت دی او د روان کال د حاصلاتو له پاره تیاری نیسي.

https://p.dw.com/p/1IWQg
Mohn-Anbau in Afghanistan
انځور: picture alliance/AP Photo

په افغانستان کې له کوکنارو څخه د تریاکو ټولول یو لوی کاروبار دی او آن د شپږو کلونو عمر لرونکي ماشومان هم په کروندو کې په کار بوخت وي.

نقیب الله وایي: «په دې سیمه کې ښوونځی او یا هم مدرسه نه شته نو له دې کبله باید زه له خپل پلار سره د تریاکو په ټولولو کې مرسته وکړم.»

د نقیب الله ۶۰ کلن پلار حاجي جانان، وایي: «زما په کورنۍ کې ۲۰ کسه دي او زه باید هغوی ته ډوډۍ پیدا کړم.» هغه د خپلو ستونزو په اړه د خبرو پر مهال زیاتوي: «موږ غریب خلک یو او په خپل کلي کې ډیرې ستونزې لرو. دلته روغتون یا بریښنا نه شته.»

افغانستان د نړۍ د مخدره توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هیواد دی. که څه هم د تیر کال وچ کالیو په دې هیواد کې د کوکنارو حاصلات یو څه راکم کړل، خو بیا هم دغه هیواد د کوکنارو تولید ته دوام ورکوي. د دولت له خوا د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاینونه هم ډیر موثر نه دي تمام شوي.

ویل کیږي چې د کوکنارو له کښت څخه تر ټولو ډیره ګټه طالبان ترلاسه کوي ځکه هغوی له کروندګرو، قاچاق وړونکو او پلورونکو څخه پیسې اخلي.

Afghanistan Kind Feld Mohn Mohnfeld Opium
تیر کال په ژړۍ ولسوالۍ کې څه نا څه په ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.انځور: Getty Images

په ډیرو مواردو کې دولتي چارواکي هم د کوکنارو په کرهنه کې ښکیل وي. حاجي جانان وایي چې د هغه د سیمې قومي مشرانو له دولتي چارواکو څخه د کوکنارو د کرهنې اجازه ترلاسه کړې ده. هغه وایي: «هغوی سږ کال موږ ته له خپلو ځمکو څخه د حاصلاتو د ټولولو اجازه راکړې ده ځکه موږ په ډیرو ستونزو کې یو.»

د دغه شان ادعاو تاییدول یو څخه ستونزمن وي. د کندهار د والي مرستیال علي شمسي، دغه خبره ردوي او وایي چې د کروندو د ویجاړولو عملیات یې له مرکزي حکومت سره د ستونزو له کبله درولي دي.

تیر کال په ژړۍ ولسوالۍ کې څه نا څه په ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. د ملګرو ملتونو په حواله په دې کال کې یوازي ۱۸۰ هکتاره د کوکنارو کروندې د دولت له خوا ویجاړه شوې وه.

شمسي وایي: «موږ په دوامداره توګه له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت سره په تماس کې یو او له هغوی څخه غواړو چې موږ ته امکانات، پیسې او سرمایې راکړې چې موږ په کندهار کې د تریاکو ضد کمپاین ژرتر ژره پیل کړو.»

په کابل کې بیا د مخدره توکو پر ضد مبارزې وزارت یوه ویاند حنیف دانشیار، د کندهار د والي مرستیال خبرې رد کړې او ویې ویل: «موږ په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو منظم پروګرام لرو. په ژیړۍ کې تریاک کرل شوي خو موږ به یې له منځه یوسو.»

تیر کال په کندهار کې د تریاکو کښت ۴۰ سلنه راولوید. لامل یې په ټول هیواد کې د وچکالۍ له کبله د حاصلاتو کمیدل وو.

کندهار د ښه سبزیجاتو او میوو د تولید له کبله په افغانستان کې شهرت لري. افغان حکومت او نړیوال مرسته کوونکي یې غواړي چې د بدیل کښت له لارې په دې ولایت کې د کوکنار کرهنه کمه کړي.

Drogenmissbrauch in Indien
افغانستان د نړۍ د مخدره توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هیواد دی خو په نورو هیوادونو کې هم دغه بوټی کرل کیږي.انځور: AP

شمسي وایي چې د ۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت په لاره اچول شوې پروژې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت یو څه کم کړی دی: «موږ په ډیرو هغو ولسوالیو کې چې پخوا کوکنار کرل کیدل، د بدیل کښت پروژې پلې کړې دي.»

خو ښايي دغه پروژې پر ډیرو کروندګرو باندې اغیزه ونه لري. حاجي جانان وایي: «موږ مجبوره یو چې کوکنار وکرو.»