1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کرکيټ ملي لوبډله د نړيوال برياليتوب په لور

۱۳۸۸ بهمن ۱۸, یکشنبه

که څه هم افغانستان او د هغه خلکو په تيرو ديرشو کلونو کی ډيري زياتي خوشالۍ نه دي ليدلي، خو لږ تر لږه د خپلي نوي او ځوان کرکيټ ملي لوبډلي څخه وخت په وخت د خوښۍ او خوشالۍ زيري تر لاسه کوي...

https://p.dw.com/p/Lv2l
په 2011 ميلادي کال کي د کرکيټ د نړيوالو سياليو نښان
په 2011 ميلادي کال کي د کرکيټ د نړيوالو سياليو نښان

د افغانستان د کرکيت ملي لوبغاړي چي ډيري يي په ګاوندي هيواد پاکستان کي د مهاجرت په کمپونو کي زیږدلی او ستر شوي او اوس په خپل هيواد کي ژوند کوي، توانيدلي دي چي د 2011 کال د کرکيت د نړيوالي لوبي د وړتيا وروستي ډګر ته ځان ورسوي او ډيري زياتي هيلي شته چي دغه تيم به وتوانيږي چي دکرکيت په نړيوال جام کي ګډون وکړي.

په راتلونکي اوني کي د افغانستان د کرکيت ملي لوب ډله په دوبي کي د وړتيا د سيالي ډګر ته داخليږي . له هغي وروسته د اپريل په شلمه د وړتيا وروستي لوبه د کاربیین د ویست اندیز نومی سیمی کی سرته رسيږي.

د افغان ملي کرکيت روزونکي کبير خان د انګستان د تايمز ورحپاني ته وويل: هغه او د هغه لوبغاړي هوډ کړي چي نه يواځي د نړيوال جام د لوبو لپاره امتياز لاس ته راوړي، بلکه غواړي چي په په نړيوالو سيالي کي د يو پياوړي قوت په توګه سر را پورته کړي.

کبير خان وويل چي د افغانستان د کرکيت د ملي لوب ډلي له لوبغاړو څخه خپل هيواد وال ډير زيات انتظار لري او دوي هم نه غواړي چي هغوی نا اميده کړي. په وروستو سياليو کي هغوي د نړي غښټلو لوب ډلو لکه آيرلند، برمودا او سکاتلند ته ماته ورکړه.

کبير خان وويل: مونږ بايد ثابته کړو چي دا برياليتوب په بخت او طالعو سره لاس نه دي راغلي ، بلکه د زيار او هڅو نتيجه ده. د نړيوالو لوبو د وړتيا په سياليو کي افغانستان اوس د A په ګروپ کي دي کوم چي آيرلند، سکاتلند او امريکا متحده ايالات ځای لری.

کبيرخان وويل چي د طالبانو د نسکور شوي رژيم د کرکيت لوبي ته وروسته له 2000 کال څخه اجازه ور کړه، ځکه د کبيرخان د وينا له مخي « دا لوبه څو تفريح لري چي لوبغاړي کولاي شي چي خپل لمونځ وکړي.»

د خپل تيم د راتلونکي په هکله کبيرخان وويل: «مونږ اوس ليري راتلونکي باندي فکر نه کوو، خپل ټوله پاملرنه مو دي ته اړولي چي په راتلونکي نړيوال جام کي د ګډون وړتيا پيدا کړو.» هغه وويل: مونږ ډير زياتو وسايلو او امکاناتو ته اړتيا لرو، په کابل کي مونږ يواحي د لوبي يو ډګر لرو». هغه د ګيلي په توګه وويل: « خو زه حکومت باندي ملامتيا نه اچوم، هغه ډير نور کارونه هم لري چي بايد يي سرته ورسوي»

د هغي لوب ډلي يو غړي، رييس احمد زي وويل چي دي هيله لري چي په نړيوالو لوبو کي د کرکيت جام لاس ته راوړي. رييس احمد زي وويل چي له کرکيت سره د هغه مينه هغه وخت پيدا شوه چي په 1992 کال کي د پاکستان د کرکيت د ستر اتل عمران خان په مشري پاکستاني لوب ډلي په آستراليا کي د انګلستان لوب ډلي ته په فاينل کي ماته ورکړه او د اتلوالي جام يي واخيست.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل