1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کرکټ: کبیر خان خپله استعفا وړاندي کړي ده

۱۳۸۹ شهریور ۶, شنبه

هغې پریکړې چې د افغانستان د کرکیټ وتلي او مشهور روزونکي کبیر خان کړې ډیری افغانان خواشینې کړي دي.

https://p.dw.com/p/OyNx
انځور: AP

دا د جنګ ځپلي افغانستان د کرکیټ تنکۍ خو غښتلي لوبډلې ته یو بد خبر دی.

خان له تیرو څو کلونو راپدې خوا د افغانستان د کرکیټ د ملي ټیم غړو ته روزنه ورکوله او ډیری افغانان ورته د نړۍ په کچه د افغانستان د مهم خدمتګار په سترګه ګوري.

د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکو د جمعې په ورځ دوچې ویلې راډیو ته وویل د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان استعفى وړاندې کړې ده او دوى يې دغه غوښتنه منلې ده.

د افغان کرکیټ بورډ یوه چارواکې حامد شينواري ویلي چې د سکاتلند د سفر په ترڅ کې کبير خان د کريکټ بورډ ریس او د افغان دولت د مالیې وزیر عمر زاخيلوال ته په لنډ لیکې ټلیفوني پیغام کې د خپلې استعفا په اړه لیکلي وو او هغه هم ورته د هو سر ښورولی دی .

اوس به دکبیر خان پر ځای چې ډیری افغانان ورته دافغان کرکیټ ټيم د برې د آسمان ستوری وایې کوم داسي وړ کس نه لیدل کیږي چې د هغه تشه ډکه کړي.

تر کبیر خان وروسته پاکستاني راشد لطیف ته دنده سپارل شوي وه چې دغه چاره پر مخ بوزي خو هغه هم د افغان کرکیټ بورډ سره له کارکولو لاس اخیستی دی.

یو شمیر افغانان او په خاصه توګه د کرکیټ مینه وال د کبیرخان په تګ خفه دي.

هغوي وایې چې کبیر خان باید په دغو حساسو شرایطو کې د لوبډلې له روزلو لاس نه وای اخیستی ځکه چې د هغه کار به د افغانستان نړیوال شهرت ته زیان ورسوي.

په کابل کې د کرکیټ لوبډلې مینه وال شهباز خان آلمان غږ ته وویل چې ښایې کبیرخان د یوې دسیسې له مخې استعفا ته اړ ایستل شوی وي. هغه وایې:

« ولي کبیرخان په تیرو څو کلونو کې استعفا نه کوله، زما په اند ښایې دا د افغان کرکیټ ټیم د کورنیو او بهرنیو دښمنانو او کرکیټ بورډ تر منځ د یوه مخکي تر مخکي جوړ شوي پلان له مخې د دندې پریښودو ته اړ ایستل شوی وي. »

د شهباز پر وینا چې باید افغانان له خپل ټیم څخه د کبیرخان د تګ مخه ونیسي که نه نو د کبیر خان دغه کار به د افغانستان د کرکیټ بورډ په دړې وړي کیدا بدل شي.

خو د کرکیټ یو بل مینه وال مدثر افغان بیا وایې چې د کبیر خان د استعفا منل هغو کسانو ته چې په ټیم کې یې د هغه شتون ته په سمه سترګه نه کتل، اوس موکه ور په لاس کوي چې خپلو شخصي موخو ته ورسیږي. هغه وایې:

« ز ه ګومان نه کوم چې دا دې د کبير خان پریکړه وي چې دنده پریږدي، دا د هغو څو کسانو پريکړه وه چې په ملي تيم کې يې خپل کسان اوخپلې موخې غوښتې او کبير خان يې د دغو شخصې موخو پر لار کې خنډ وو، هغوي اوس خپلو دغو ناوړو موخو ته رسیدلای شي.»

د افغانستان د کرکیټ ټیم په ډیر کم وخت کې وتوانید چې د نړۍ په کچه خپل نوم پورته کړي.

د نړۍ د کرکیټ له غښتلو ټیمونو لکه د هند، جنوبې افریقا او انګلستان له ټیمونو سره دافغان لوبډلې زړه ښکونکې مقابلې وښوده چې افغان ځوانان څومره لوړ استعداد لري او کولای شي چې ډیر قوې او سابقه لرونکي ټیمونه هم په ګونډو کړي.

د افغان کرکیټ لوبډلې د غړو د لوبو پیل د کډوالۍ له دوران څخه هغه مهال پیل شول چې هغوي د پاکستان په خړو پنډغالو کې په سپیرو ډاګونو او خاورو باندي لوبې پیل کړي.

د کبیرخان، حمیدحسن او شاهپور ځدراڼ مینې او لوړ جسمې استعداد دا ثابته کړه چې افغانان په هره برخه کې پرمختګ کولای شي خو که چیرته ورته زمینه برابره شي.

د کبیر خان استعفا د ملک په ډیرو برخو کې د بیلا بیلو کلونو افغانان خواشینې کړي دي.

۵۳ کلن د کرکیټ مینه وال حاجي سمندر هم د دغو کسانو له ډلي څخه دی.

هغه وایې چې افغان کرکیټ بورډ باید ملي ګټي د خپل منځي ستونزو قرباني نه کړي.

نوموړي آلمان غږ ته وویل چې ددې خبر په لوستلو ډېر خواشينى شوم، کبير خان چې يو تکړه روزونکى دى په ډيرو سختو شرايطو کې زموږ لوبغاړي په ډېرې ښې طريقې سره وروزل او په نړېواله کچه يې وځلول، خو زه خفه یم چې چارواکو د کبیر استعفا قبوله کړې، په دې بايد دوي له سره کتلي وایي:

«دا چې د کبیر خان د استعفا پرکړه به په افغان لوبډله څه اغیزې ولري دا به په راتلونکو لوبو کې ثابته شي. »

کبير خان د ٢٠٠٨ کال په وروستیو کې د افغانستان د ټیم د روزونکي په توگه په دندې پیل وکړ. هغه افغان لوبډلې ته ډیرې بریایوې ور په برخه کړي وې

د کبير خان په مرسته افغانستان د اسيا د کريکټ شورا غوره سيالۍ کپ هم ګټلی وو.

ليکونکی: ميرويس جلالزی/کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی