1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال عبدالبصیر څرنگه لیتوانیا ته ورسید؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

۲۲ کلن افغان مهاجر چې په افغانستان کې یې د لیتوانیې له سرتیرو سره د ژباړونکي په توگه کار کړی، د ټولنیزو شبکو له لارې د لیتوانیا له ولسمشرې څخه د خوندیتوب غوښتنه وکړه. هغه اوس مؤقتي ویزه تر لاسه کړې او لیتوانیې ته رسیدلی.

https://p.dw.com/p/1IRFG
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

دغه ۲۲ کلن افغان عبدالبصیر یوسفي په یونان کې وو او له هغه ځای څخه یې د یوټیوب له لارې د لیتوانیا د ولسمشرې په نوم یو پیغام ثبت کړی وو. دغه افغان د بالتیک ایالت هوایي ډگر ته د چهارشنبې په ورځ تر رسیدو وروسته خبریالانو ته وویل: «ما اوریدلي وو چې آلمان ډیرې پیسي لري، خو زه غواړم چې په لیتوانیا کې پاتې شم. زه پر ژبه پوهیږم.»

عبدالصیر یوسفي په افغانستان کې د لیتوانیې عسکرو ترجمان پاتې شوی دی.

نوموړي افغان په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «زه یوازې یوه شي ته اړتیا لرم او هغه دا چې دلته پاتې شم.»

د هغه په خبره بیرته هیڅکله نه غواړي چې افغانستان ته ستون شي.

کله چې په ۲۰۱۳م کال کې د لیتوانیې عسکر له غور ولایت څخه ووتل نو ده ته څور واري گواښ وشو او دې اړ شو چې له افغانستان څخه ووځي. تر دوه میاشتني سفر او ۶۵۰۰ ډالرو مصرفولو وروسته هغه یونان ته ورسید.

تیره اوونۍ هغه وخت عبدالبصیر یوسفي د لیتوانیا توجه خپل ځان ته راواړوله چې پر یوټیوب یې یو ویډیويي پیغام خپور کړ. هغه په دغه ویډیویي پیغام کې وویل: «زه له ولسمشرې [دالیا گریباوسکایته] څخه غوښتنه لرم. زه مرستې ته اړتیا لرم. اوسمهال زه په یونان کې یم.»

په ټولنیزي رسنۍ کې تر سره شوې دغې غوښتنې کار ورکړ. د سه شنبې په ورځ د لیتوانیي چارواکو هغه ته پنځه ورځنۍ ویزه ورکړه، څو د خپلې میرمن او دوه کلن لور له پاره د پناه غوښتنه وکړي.

یوه لیتوانيي عسکر وویل چې په ۲۰۱۲م کال کې یې په افغانستان کې دنده تر سره کړې، ویلي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه پیغام تر خپریدو وروسته یې هغه وپيژند. دغه عکسر د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې یوسفي به لیتوانيي ژبې څخه دري، فارسي ته ترجماني کوله او د ځایي خلکو سره به یې د تماس نیولو په برخه کې له دوی سره مرسته کوله.

د اروپایي اتحادیې د ۲۸ غړونو هیوادونو په منځ کې د مهاجرو د منلو د پروگرام په چوکاټ کې لیتوانیې په دوو کلونو کې د ۱۱۰۵ مهاجرو له منلو سره موافقه کړې ده. اروپا له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د کډوالو د تر ټولو خراب کړکیچ سره مخامخ ده.

تیر کال له یوه میلیون څخه زیات کسان یوازې آلمان ته رسیدلي دي چې زیاتره یې له سوریې، افغانستان او د منځني ختیځ او افریقایي هیوادونو څخه د جگړو او بې وزلۍ له کبله تیښې ته اړ شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب