1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال: موږ خو په ټاکنو کي بې برخي يو، تاسي سم خلک و ټاکی

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه

په بلوچستان ايالت کي مېشت افغان کډوال پر خپلو وطندارانو ږغ کوي چي داسي خلکو ته رايه ورکړی چي هيواد ورباندی آباد سي.

https://p.dw.com/p/PFY7
په پاکستان کي افغان کډوال
په پاکستان کي افغان کډوالانځور: AP

په بلوچستان ايالت كي كه څه هم مېشت كډوال دا ځل په پارلماني ټاكنو كي برخه نه سي اخيستلای خو دوى ميله من دي چې په دې ټاكنو كي به هغه خلګ بريالي سي چې هغه د ولس او خلګو خدمت ته ملاوتړي.

د ننګرهار ولايت يو تن اوسېدونکی چي اوس په کوټه کي ژوند كوي وايي:

كه څه هم موږ له افغانستان څخه لېري يو دلته دا وار افغانانو ته د رايي وركولو حق نه دی ور کړل سوى، ولي هيله مند يو چي هر هغه څوك چي چاته رايه وركوي هغه چاته يې وركړي چي هغه د افغانستان راتلونكى په نظر كي ونيسي.

ګل محمد هم يو افغان كډوال دى چي دا وخت په كوټه كي ژوند كوي وايي چي د رايي وركړه بايد په سهي توګه وسي او هغه چاته وركړل سي چي هغه د ملك او قوم خېرخوا وي.

يو بل افغان كډوال اميرحمزه بيا له افغان دولت څخه شكايت كوي چي بايد دوى ته يې هم د رايي اچولو زمينه برابره كړې واى.

دلته موږ په پاكستان كي يو، تير وار د ولس مشرۍ انتخابات هم دغسې را نه تېر سوو، بايد دلته يې هم يوه پېټۍ ايښې واى چې موږ هم خپله رايه وكړې واى.

د يادوني وړ ده چي شپږ كاله وړاندي په بلوچستان ايالت كي افغان كډوالو ته د ولسمشرۍ په ټاكنو كي د رايي وركولو حق وركړل سوى و، خو د ولس مشرۍ په دويم ځل ټاكنو كي دا خلك بې برخي سول.

کوټه/حبيب الرحمن تاثير

کتونکی: نجيب الله زيارمل