1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اف بي آی: کلنټن په ایمیلونو کې جرمي څه نه شته

۱۳۹۵ آبان ۱۷, دوشنبه

د هیلري کلنټن له پاره یو څه هوسایي رامنځ ته شوې. د امريکا فدرالي پولیسو د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د دیموکراتانو کاندیده له جرمي چلن څخه آزاده بللې. اف بي آی د هیلري کلنټن د نوو ایمیلونو په هکله پلټنې کولې.

https://p.dw.com/p/2SFzz
USA Hillary Clinton
انځور: Reuters/B. Snyder

د هیلري کلنټن د نوو ایمیلونو په موضوع کې د امریکا متحدو ایالاتو فدرالي پولیسو یا اف بي آی د احتمالي جرمي نکاتو په هکله هیڅ نخښې نښانې نه دي موندلي. هیلري کلنټن د متحدو ایالاتو ولسمشریزو انتخاباتو ته د دیموکراتانو نومانده ده. د اف بي آی مشر جیمز کومي، کانگرس ته لیکلي دي چې د نوو ایمیلونو تر موندل کیدو سملاسي وروسته اړونده ټیم ۲۴ ساعته کار کاوه.

جمیز کومي په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې د دغو پلټنو په ترڅ کې اف بي آی د جون میاشتې پریکړې ته ژمن پاتيږي، چې د دغه ۶۹ کلنې میرمن پر ضد د دغې افتضاح له کبله باید کومه جرمي قضیه تعقیب نه شي.

په جولای کې د اف بي آی مشر دې پریکړې ته رسیدلی وو چې کلنټن ډیر زیات بې پروا چلن کړی وو، خو داسې څه یې نه وو تر سره کړي چې قانوني تعقیب مدلل کړي. په پلټنو کې دا موضوع مطرح وه چې کلنټن له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د بهرنیو چارو وزارت پر مهال یو شخصي سرور چې ډیر خوندي نه وو په خپل کور کې د رسمي ایمیلونو یا بریښنا لیکونو د راکړې ورکړې له پاره کاروه. دا چې دې کار د متحدو ایالاتو امنیت ته زیان اړولای شوای، نو له دې کبله څیړنې کېدلې.

د کلنټن انتخاباتي تیم ویلي دي چې «موږ خوشحاله یو چې دغه موضوع حل او فصل شوه.» خو د کلنټن سیال او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ په خپل لومړني غبرگون کې شک څرگند کړی چې کلنټن د یوه «انحصار کوونکي سیستم» له لوري خوندي ساتل شوې.

د بریښنا لیکونو افتضاح په ټاکنیز کمپاین کې تل کلنټن تر فشار لاندې رواسته. دغه موضوع یوه نیمه اوونۍ تر مخه لا پسې توده شوه چې د اف بي آی مشر وویل چې د يوه پخواني پارلماني استازي په کمپیوټر کې په ظاهري توگه اړونده بریښنا لیکونه موندل شوي دي، چې باید په هکله یې پلټنې وشي. دونالد ټرمپ له دې څخه د خپلې سیالې پر ضد استفاده وکړه او آن په نظر پوښتنو کې وړاندي شو.

ټرمپ او کلنټن د شنبې په ورځ د متحدو ایالاتو هغو ایالتونو ته چې د سختي سیالۍ اټکل په کیږي سفرونه وکړل، څو د نومبر میاشتې د اتمې نیټې بریا له پاره احتمالي پریکړنده رای ترلاسه کړي.

د تلویزوني چېنل ABC او واشنگټن پوسټ ورځپاڼې له لوري د یکشنبې په ورځ خپره شوې نظر پوښتنه ښيي چې هیلري کلنټن له خپل سیال څخه پنځه سلنه نمرې مخکې ده. د NBC او وال سټریټ ژورنال له لوري شوي اروزنه بیا د کلنټن له پاره څلور پواینټه د مخکي والې وړاندوینه کوي.