1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اقتصادي بحران تر ټولو دمخه غريبو هيوادو ته تاوان رسوي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه

دغه بحران به پرمختيايي مرستي دخطر سره مخامخ کړي، خو کيدای سی دنوو چانسو سبب هم وګرزي ...

https://p.dw.com/p/HjZx
د اقتصادي بحران له کبله به نه تنها پر سهامي او اسعاري بازارو منفي اثر وسي ، بلکه د وروسته پاته هيوادو سره به کومکونه هم کم سي
د اقتصادي بحران له کبله به نه تنها پر سهامي او اسعاري بازارو منفي اثر وسي ، بلکه د وروسته پاته هيوادو سره به کومکونه هم کم سيانځور: AP

د کاغذ پر مخ تل شی ښه ښکاري نظر و عمل ته . د اورپايي ټولني 15شتمنو غړو هېوادونو د 2005 ميلادي کال په خپله پرېکړه کې سره پتيلې وه، چې تر 2010 ميلادي کاله پورې به د خپلو سوچه ملي عايدو په سلو کې 0,51برخه پرمختيايي مرستو ته ورکوي . تر کال 2015 پورې لا بايد دا ونډه په سلو کې 0,7برخو ته جگه شوې وای . مگر له مالي او اقتصادي بحران څخه لا دمخه ښکاره وه، چې دا ژمنې نه تر سره کېدلې . اوسنی اقتصادي بحران بې وزله هېوادونو ته ژمنه شوې مرستې لانوري هم له خطر سره مخامخ کوي . د فرانسې او جرمن غوندي هېوادونو کې لا تر اوسه پورې دا نه ده په ډاگه شوې، چې خپلې پرمختيايي مرستې به څومره کموي، خو ځينو نورو هېوادونو د يادونې وړ کمښت اعلان کړی دی . دپرمختيايي سياست د پاره آلمانۍ موسسه DIE کې د نړيوال اقتصاد او پرمختيايي پانگو د څانگې مشر پتر وولف Peter Wollf ته حاضر حالت ښه معلوم دئ او وايي ،

«لومړی هېواد ايطاليه دئ چې نور نو د پوروړتوب ځای نه دئ ورته پاته او ځکه يې نو مخکې له مخکې اعلان وکړ، چې خپلو هدفونو ته نسي رسېدلای، او حتی خپلي پرمختيايي مرستې به په زياته اندازه سره راکموي . دا انگلستان هم ؤ چې د اورپايي ټولنې په تناسب يې تر ټولو زياتې مرستې منلي وې او غوښتل يې چې تر 2010 ميلادي کاله پوري خپلي پرمختيايي مرستي د خپل سوچه عايد په سلو کې 0,7 برخو ته لوړ کړي . خو اوس د هغو پرمختگونو له مخې چې په 2009 او 2010 ميلادي کالونو کې به د انگلستان په بودجه کې منځ ته راځي، ممکنه نه برېښي چې دې هدف ته به ځان ورسولی سي . او دا ځکه چې انگستان هم نور د دې کار دپاره په خپله مالي بودجه کې ځای نه لري .»

وولف دا باور نه لري، چې په يو شمير هېوادونو کې به دا کمښت د اورپايي ټولنې د شريکو کوششونو په نتيجه کې يوه خوا سي او زياتوي چي،

«دا کار ځکه ممکن نه دئ، چې ټول ملکونه له اقتصادي بحران څخه اغېزمن شويدي . او دا تصور نسي کېدلی، هغه هېوادونه چې فيصدي يې اوس هم لوړه ده - البته دې هدف ته د رسېدو په اړوند - لکه هالنډ، سويډن، دنمارک او داسې نور وکولی شي، چې د آلمان، فرانسې او انگلستان غوندې هېوادونو خاليگاه ډکه کاندي . نو ځکه سړی په عمومي ډول سره کوم بدلون نسي پکښې راوستلی . ښايي دا هم وويل شي چې د اورپايي ټولنې ټول هېوادونه نړيوالو ادارو ته هم ونډې ورکوي، لکه نړيوال بانک او يا د افريکې پرمختيايي بانک ته . دوی ته تر پخوا ډيري پيسې منل شوي دي . دوی ته دغومره څه ورکړل شوي، چې کولی شي، په تېره بيا د افريکايي هېوادونو د پاره يې په 2009، 2010او 2011 کالونو کې په کار واچوي . که سړی نه يوازي اورپايي ټولنه بلکه ټولي نړيوالي ادارې په نظر کې ونيسي، نو ويني چې د افريکې د پاره به مرستې ډېري کمي نسي . دا سره له ټولو بدو خبرونو يو ښه او مثبت خبر دئ، چې سړی يې اوري . »

د آلمان په فدرالي شورا کې د زرغون گوند څخه د اقتصادي گډکار اوپرمختګ د جرگه گۍ مشر تيلو هوپه يوه بل کړکېچ ته اشاره کوي، کوم چې د اقتصادي بحران څخه راپورته شوی دی . دی وايي ، «کوم څه ته چې لږ پاملرنه شوې ده، هغه بېرته لېږل کېدونکې پيسې دي . زيات شمېر داسي هېوادونه سته، چې د خپل ملي سوچه عايد په سلو کي شل، دېرش برخې يې له هغو پيسو څخه پوره کيږي، چې په نورو هېوادوکې يې د دوی وگړي ورته راليږي . په دې پيسو کې هم په سلو کې دېرش، څلويښت تر پنځوسو پورې کموالی راغلی . »

د همدې دليل پر اساس هوپه وايی چه بايد ژر ترژره د پرمختيايي هيوادو سره داسي مرستي تر سره سي ،څو ددغو هيوادو کمبودۍ او د بودجې کسر پوره سي ،چي په غير دهغه به د هغوی بحرانونه بيرته پر پرمختللو هيوادو منفي اغيزه وکي .

Monika Hoegen/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري