1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

البرادعي د ټولپوښتنې د ځنډولو غوښتنه کړې

۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعه
https://p.dw.com/p/172IY

د نوبل د سولي د جایزې ګټونکی محمد البرادعي، د مصر له جمهور رئيس محمد مرسي، څخه وغوښتل چی د اساسي قانون د مسودې په اړه تر سره کیدونکی ریفرنډم وځنډوي. د یوه تلویزوني رپوټ پراساس البرادعي ویلي دي که د شنبې په ورځ ریفرنډم دایر تر سره سي، نو د یوه داخلي جنګ احتمال موجود دی. خو که د هغې سربیره هم ریفرنډم تر سره سي، البرادعي به هغه ته منفي رایه ورکړي.

پخپله د اساسي قانون نوې مسوده او د هغه پر سر ریفرنډم باندي ډیر اختلافات موجود دی او یوه شخړه ییزه موضوع ده. په مصر کې په تیرو اونیو کي له دې امله سخت اعتراضونه رامنځته سول او ډیری کسان پکي هم ووژل سول.