1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«البغدادي پر امريکايي ښځي ميولر جنسي تېری کاوه»

آژانسونه۱۳۹۴ مرداد ۲۴, شنبه

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخي د داعش مشر البغدادي پر ۲۶ کلنه امريکايي مېرمنه کايلا ميولر (انځور) جنسي تيری کاوه. دغه مېرمنه د يرغمل نيول سوې وه او په فروروۍ مياشت کي ووژل سوه.

https://p.dw.com/p/1GFu0
انځور: AP Photo/The Daily Courier, Jo. L. Keener
د «اسلامي دولت» نومي وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي کايلا ميولر په خپله د خزانه دار ابو سياف کور ته ور وستلې وه. د امريکايي تلويزيون ABC د راپور له مخي البغدادي هلته په دوامداره توګه پر کايلا ميولر جنسي تېری کاوه.

ياد تلويزيون د خپل راپور منبع امريکايي استخباراتي ادارې او د کايلا ميولر مور او پلار بللي دي. د تلويزيون په وينا د ميولر مور او پلار ويلي چي د امريکا حکومت ورته حال ورکړی ؤ چي البغدادي د هغوی لور شکنجه کړې او پر هغې يې جنسي تېری کړی دی.

کايلا ميولر د سوريې په حلب کي د يو مرستندويه سازمان له پاره کار کاوه چي د ۲۰۱۳م کال د اګست په مياشت کي اختطاف کړل سوه. د «اسلامي دولت» د ادعا له مخي دغه مېرمنه د ۲۰۱۵م کال د فرورۍ په مياشت کي د ابو سياف پر کور د امريکايي بمباريو په نتيجه کي هغه وخت ووژل سوه، کله چي ورباندي ودانۍ راونړېده.

خو امريکايي استازي وايي چي د کايلا ميولر د وژل کېدو موضوع او لاملونه يې روښانه نه دي. ابو سياف د روان مېلادي کال د می په مياشت کي د سوريې په العمر ښار کي د امريکايي عسکرو په ځانګړو عملياتو کي ووژل سو.

د ABC تلويزيون په خپل راپور کي ويلي چي نوي معلومات هغه ادعاوي ردوي چي له مخي يې کايلا ميولر په خپله خوښه ځان و البغدادي ته سپارلی ؤ. د دغه تلويزيون د راپور له مخي دغه ډول خبرونو د کايلا ميولر مور او پلار ته سخت تکان ورکړی ؤ.

«اسلامي دولت» هغه وسله واله ډله ده چي مخکي يې ځان ته د داعش خطاب کاوه. ياده ډله په عراق او سوريه کي يو شمېر سیمي تر خپل کنټرول لاندي لري او په دغو سيمو کي يې په خپله وينا «شريعت» نافذ کړی او ابوبکر البغدادي يې ځان ته خليفه ټاکلی دی. د البغدادي ډله په افغانستان او پاکستان کي هم فعاليتونه لري.