1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

السيسي: « له دغه هيواد څخه نبايد مهاجر شتون ولري»

۱۳۹۵ مهر ۱۰, شنبه

د مصر ولسمشر پر مصريانو غږ وکړ چې په خپل کې پاتې شي او هغه کسان چې په غیرقانوني توګه د مهاجرت لار غوره کوي قانوني چلند به ورسره کيږي. مصر اروپا ته د تلونکو مهاجرو لپاره پر یو ترانزيت هيواد بدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2QnKY
Ägypten - Sanitäter Bergen Körper nach Schiffsunglück nahe Rosetta
انځور: Getty Images/AFP/M. El Shahed

د مصر ولسمشر په یوه تازه وينا کې پر مصريانو غږ وکړ چې په خپل کې پاتې شي او هغه کسان چې په غیرقانوني توګه د مهاجرت لار غوره کوي قانوني چلند به ورسره کيږي. مصر، اوس وخت کې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو لپاره پر یو ترانزيت هيواد بدل شوی دی.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ورسته له هغې چې د مهاجرو یوه کشتۍ درې ورځې د مديترانې په اوبو کې ولاړه وه، د مهاجرت موضوع په اړه یې خبرې وکړې. د تيرې اوونۍ په منځ کې له ۲۰۰ څخه زیات مهاجر په اوبو کې دوب شول. په یوه زړه کشتۍ کې په ټوله کې ۴۰۰ تنه مهاجر ليږدول کيدل، په داسې حال کې چې دغې کشتۍ ايله د دغې شميرې نيمايي کسانو لپاره ځای لرود.

قاچاقبرانو څو ځله د مصر له مختلفو ساحلونو څخه دغې کشتۍ ته مهاجر پورته کړل چې له کبله يې له څو کيلومتره مزل وهلو وروسته په اوبو کې ډوبه شوه. د مصر پوځ وتوانيد چې یوازې ۱۶۳ تنو ته نجات ورکړي. خو هغه انسانان چې د کشتۍ په منځ کې بند پاتې وو ټول ډوب شول.

مصر نبايد مهاجر ولري

 د مصر ولسمشر د شنبې په ورځ سکندريې ښار ته نژدې د يوې ټولنزې پروژې د پرانيستلو پر مهال وويل چې په هيڅ صورت کې د څو فاجعو د رامنځ ته کيدو لپاره پلمې نشي پیدا کیدلای. هغه وويل:« له دغه هيواد څخه نبايد مهاجر شتون ولري».

السيسي د خپلو خبرو په دوام وویل چې حکومت به خلک یوازې پرې نږدي. هغه ومنله چې خلک د هیواد د بد وضعيت له امله اروپا ته تښتي خو ورسره يې خلکو ته په خطاب کې وویل:« تاسو ولې خپل هیواد پرېږدئ؟ آیا هيواد کې کاري اسانتياوې نلري؟». خپله يې په ځواب کې وويل: ولې نه، تاسو کاري اسانتياوي لري. خو السيسي په واضح توګه ونيول چې دا کاري اسانتياوي د مصر په کوم ځای کې دي.

حاضر دمه په مصر کې د بيکارۍ کچه ۱۳ سلنه ده په داسې حال کې چې دغه کچه په بيا په مصري ځوانانو کې ۴۰ سلنې ته رسيدلې ده. د مصر ولسمشر خلکو ته په خطاب کې وویل، ټول هغه کسان چې غواړي په غيرقانوي توګه له هيواد څخه ووځي بايد پوه شي چې حکومت به ېې پر وړاندې جدي قدام ترسره کوي. هغه د خپلو خبرو په دوام زياته کړه:« خو تاسو بايد دغه راز پوه شي چې کوم وضعيت کې چې مونږ ژوند کوو بايد بدلون ورکړو».

پر حکومت نيوکې

خو د مصر خلک يوازې د سياسي وضعيت له وجې نه بلکه د اقتصادي دلايلولو له مخې هم له خپل هيواد څخه وځي. په دې باب د مصر د اخوان المسلمين ګوند پورې اړوندې ویبپاڼې « د منځنيځ ختيځ مونيتور» د السيسي پر حکومت جدي تورونه وارد کړي دي. دغې ويب پاڼې ويلي دي:« د السيسي حکومت له خوا د بيان د آزادۍ ټکول اوس په يو ښکاره حقيقت بدل شوی دي، لادرکه کيدل، شکنجې او جنسي تيري، هغه مسئلې دي چې مصريان یې دې ته اړ کړي چې یو ښه ژوند ته د لاسرسي په موخه له هيواد څخه وتښتي».

د بښنې نړيوال سازمان هم مصر په د جدي توګه د بشر د حقونو پر نقضولو تورن کړی دی. د دغه سازمان په ۲۰۱۶ رپوټ کې راغلي دي:« د حکومت منتقدان، د ټولنې مخکښ استاځي، سياسي فعالان او د اپوزيسيون غړي نيول شوي دي او يو شمير يې په زور وړل شوي او لادرکه شوي دي».

د مهاجرو څخه ملاتړ کونکې يوې مصري ادارې وېلي دي چې د هيواد سياسي وضعيت پر مهاجرو بد اغيز لرلی دی. د« مهاجرو له حقونو څخه د دفاع» بنسټ ويلي دي چې د سياسي بد وضعيت له امله، د مهاجرو پر وړاندې د تاوتريخوالو کچه پورته تللې ده. دغه راز په خپل سر د نيولو آمار هم لوړ شوي او په عين حال کې د پوليسو لخوا د مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالو بررسي او کنترول نه کيږي.

متضادې ادعاوي

السيسي تيره میاشت د ايټاليا له پارلمان څخه د ليدنې پر مهال وويل چې مصر حاضر دمه د افريقايي هيوادونو ۵ ميليونو مهاجرو ته ځای ورکړي دی. هغه وويل چې دغه مهاجر د مصر اقتصادي وضعيت ته په کتو د مصريانو په شان، برابرو روزنيزو او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی لري. خو ښکاري چې د السيسي پر دغو څرګندونو یو لړ شکونه هم شوي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ(UNHCR) بیا د مصر په اړه نور آمار وړاندې کوي. دغه سازمان وايي چې تير کال په مصر کې ۲۵۰ زره مهاجر ثبت شوي ول او احتمال لري چې سږکال په کې يوازې ۱۸۷ زره مهاجر پاتې وي. له دغو مهاجرو څخه یوازې ۱۱۷ زره یې سوريايي دي.

 مصر، اوس وخت کې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو لپاره پر یو ترانزيت هيواد بدل شوی دی. دغه وضعيت ته په کتو اوس اروپايي اتحاديې په دې کوښښ کې ده تر څو له مصر سره هم  د مهاجرت د مخنيوي په موخه هغه شان یو تړون لاسليک کړي لکه په روان کال کي یې چې ترکيې سره لاسليک کړ. د اروپا د پارلمان رئيس مارتين شولتس ويلی دي چې دغه توافقنامه بايد له افريقايی ملکونو څخه اروپا ته مهاجرو د مخنيوي سبب وګرځي. هغه ويلي دي چې دوي باید دغه کار ترسره کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.07.2013):