1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الظواهري د خپل مرستيال وژل کېدل منلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

امریکايي څارگرو ویلي دي چي د القاعدې مشر ایمن الظواهري، د سپتمبر د یوولسمي د پيښي د کلیزي په مناسبت یوه ویدیو خپره کړې ده، چي پکښي ئې د لومړي ځل له پاره د القاعدې د ډلي د دوهم نمبر وگړي مړینه تائید کړې ده.

https://p.dw.com/p/166Ze
انځور: AP Photo/SITE Intelligence Group

دغه ۴۲ دقیقه يي ودیو په تیرو دریو میاشتو کي د الظواهري لومړۍ خپره شوې ویدیو ده. الظواهري په دې ویدیو کي د لومړي ځل له پاره ویلي دي، چي په پاکستان کي د القاعدي د ډلي مرستيال ابو یحی اللیبي د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کي وژل شوی دئ.

په همدې حال کي د یمن د دفاع وزارت په ویبپاڼه کي راغلي دي چي د دې هیواد امنیتي ځواکونو د القاعدي د ډلي مرستيال وژلی دئ. یمن او متحده ایالاتو د القاعدې د ډلي پر وړاندي په سترو عملیاتو کي سره همکاري کوله.

د یمن د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې هیواد کي د القاعدې دوهم غړی سعید الشهري، او پنځه تنه نور یاغیان د دې هیواد په غرب کي د یمني ځواکونو په برید کي وژل شوی دئ. د دې هیواد د دفاع وزارت په ویبپاڼه کي راغلي دي، چي د الشهري مړینه د القاعدې له پاره یوه سخته ضربه ده.

الشهري د متحده عربي اماراتو تبعه ده او تر دې مخکي د امریکایي ځواکونو له خوا د گوانتانامو په زندان کې ساتل شوی هم دئ. هغه په ۲۰۰۷ کال کي د گوانتانامو له زندان څخه ازاد شو او د سعودي عربستان ځواکونو ته وسپارل شو.

په یمن کي په ۲۰۱۱ کال کي پاڅون وشو چې په ترڅ کې ئې علي عبدالله صالح، چې له ډیري مودې راهیسي د دې هیواد مشر وو له واکه لیري کړل شو. صالح د القاعدې پر وړاندي په مبارزه کي د متحده ایالاتو له نزدې ملگرو څخه شمیرل کېدی. د هغه تر گوښه کیدو وروسته، القاعدې له وخت څخه گټه پورته کړه، او په یمن او یو شمیر نورو عربي هیوادونو کې ئې خپله ولکه وغځوله.

تر هغه وروسته چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کي عابد رابو منصور، د یمن مشري پر غاړه واخیسته، په یمن کې ئې د القاعدې پر وړاندي پراخ عملیات پيل کړل.

د دې تر څنگ واشنگټن هم په یمن کې د القاعدې پر وړاندي خپل د بې پیلوټه الوتکو عملیات پراخ کړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتوکی: نجیب الله زیارمل