1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده او د يمن راتلونکی

۱۳۸۸ دی ۲۲, سه‌شنبه

ديمن دحکومتي پوځ يوه برخه په شمال کي دهوتي ياغيانوسره په جګړه اخته ده، اوبله برخه يې دهيواد په جنوب کي له بيلتون غوښتونکو سره چي غواړي ديمن جنوبي برخه دهغه له شمالي برخي څخه بيله کړي، په جګړو لګيا ده

https://p.dw.com/p/LRk4
انځور: AP

سربيره پردي دعربو په ټاپو وزمه کي لکه هسي چي خپله ځان بولي، له 2006کاله راهيسي القاعده هم شته ده .دادسعودي عربستان اوديمن دافراطيانوګډه ډله ده . دوی خپله اډه په يمن کي جوړه کړيده . په يمن کي چي يوغرنی اودډيرو درو اوسمڅو خاوند هيواد دی، پټن ځايونه ډيردي . ديمن دسياسي وضعي اوددغه هيواد د دوامداره شخړو له امله هلته داسي سيمي چي قانون پکښي نسته، منځته راغلي او القاعده تراوسه پوري بيله کومه اخلاله څخه هلته فعاليت کولی شي . پداسي حال کي چي ديمن حکومت خپله په يمن کي دالقاعده ډله کوچنی ښيي او وايي چي يوازي 300 غړي يي هلته دي، نړيوال کارپوهان وايي چي په دغه هيواد کي دوسله والاوو تروريسټانو شمير تر هغه ډير زيات دی .

خليل ال الناني دالخم دسياسي اوستراتيژيکي مطالعاتودمرکز غړی پدې هکله داسي څرګندوي .

«دوی لږ ترلږه د1000 او1500ترمنځ غړي لري . په دوی کي کومه خلاء نسته، بلکه ډير کسان يې غړي کيدوته چمتودي . په يمن کي يې قومونه ملاتړ کوي . که سړی کله دالقاعده دفعالو غړو په هکله خبري کوي ،بايد وويل شي چي دهغو ددې فعالو غړو له جملې څخه 1500کسه يې په يمن کي دي .»

تراوسه پوري لاهم دترور ملاتړ دنژدې ختيځ دځينو انفرادي اشخاصو لخوا کيږي . دوی القاعده ژوندۍ ساتي او هغه ته دا امکان په لاس ورکوي چي، په ټوله نړۍ کي ويره خپره کړي . دعدن په خليج کي دليري ختيځ په لوري ترټولو لويه او مهمه ترانسپورتي لاره تيره شويده . پدې اوبوکي ديمن له ساحله څخه سمندري غله نړيوالي سوداکرۍ باندي تروريستي ګوزارونه کوي . ددغو سمندري غلو اډه په سوماليا ، يعني په اصطلاح راپرزيدلي او ويجاړ شوي هيواد کي ده . دپوهي اوسياست دانستيتوت غړی، ګيدو شتاين برګ وايي که يمن هم دغسي حالت پيدا کړي نو عواقب به يې ډير بد وي . شتاين برګ زياتوي :

«داتصورچي يمن ممکن په اوږدو داخلي جنجالوباندي اخته شي،او په هغه صورت کي يې ممکن دولت راوپرزيږي اوهغه وخت بيا دعدن دخليج له بلي غاړي څخه هم ګواښونه منځته راتلای شي . چي داډير ګواښونکي لري ليد دی . نو هرهغه څه چي په يمن کي کيږي، پر نړيوال اقتصاد اودسيمي پرامنيت باندي هم اغيزه لرلی شي .»

المان داروپايي ټولني دهيوادونو په جمله کي له ټولو څخه ستر مرسته کونکی هيواد دی، چي په مستقيم ډول يمن ته مرسته سرته رسوي . اروپايي کمسيون ته ماموريت ورکړل شوی چي چي پر پيشنهادونوباندي کاروکړي ،چي په کومو کومو ساحوکي داروپايي ټولني په پيسو ديمن حکومت ته مرسته کيدای او هغه پر پښو درول کيدای شي . ترڅو ددولت په حيث ځان ټينګ کړي . البته چي يوازي دپرمختيايي مرستو له لاري نه کيږي . ګيدو شتاين برګ پدي اړه بيا وايي :

«مونږ په تيرو وختونوکي په تکرار سره ليدلي دي چي دهغو هيوادونو ګاونډيان چي دنړيدو په حال کي دي اوهمدغه ډول نړيواله ټولنه دوی ته مرسته نکوي .مونږ بايده دي پدې کي شک ولرو چي مونږ اصلا داسي وسايل په لاس کي لرو،اوآيا په يمن کي بيا زمونږ وسايل ددې دپاره کفايت کوي چي دغه ګوښي ته پروت هيواد زمونږ دنړۍ له نظره څوکاله بدرګه کړو اودهغه په ثبات کي برخه واخلو .»

بروکېمپ/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري