1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده: د يمن ځانمرگی بريد موږ تر سره کړی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ASO

په يمن کي د شنبې په ورځ د نوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي تر لوړي څو ساعته وروسته په تر سره سوي ځانمرگي بريد کي لږ تر لږه ۲۵ انسانان ووژل سول. د امنيتي چارواکو په وينا په موټر کي سپور یوه ځانمرگي بريد کوونکي هڅه کوله چي د الموکله په ښار کي د ولسمشر په ماڼۍ ننوزي.

کله چي د هغه مخه ونيول سوه نو ئې ځان والوزوی چي له امله ئې مرگ ژوبله رامنځته سوه. ويل سوي دي چي وژل سوي زياتره کسان ځانگړي امنيتي ساتونکي دي. د دغه بريد پړه القاعدې پر غاړه اخيستې ده.

هادي د لوړي پر وخت پخپله وينا کي د توندلارو سره د جگړې هوډ تکرار کړ. منصور هادي د پخواني اوږدمهاله ولسمشر علي عبدالله صالح معين وو چي اوس به د منځمهاله ولسمشر په توگه د دوو کلونو په اوږدو کي د ولسمشرۍ له پاره نوو ټاکنو ته لار پاکه کړي.