1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«القاعده عربي هیوادونو ته ستنیږي»

۱۳۹۱ تیر ۶, سه‌شنبه

د انگلستان د استخباراتي ادارې (MI5) مشر د دوشنبې په ورځ ویلي دي، چي القاعده په دې تلاښ کي ده، چي په هغو عربي هیوادونو کي چي پکښي پاڅونونه شوي دي د لویدیځو هیوادونو سخت دریځه ځوانان وروزي.

https://p.dw.com/p/15LNh
انځور: AP/IntelCenter

دا په تیرو دوو کلونو کې د انگلستان د کورني استخباراتو ادارې د مشر یوانز، لومړنۍ څرگندونې دي چي کوي ئې. هغه دغه څرگندوني د دوشنبې په ورځ په لندن کي د یوه لیکچر ورکولو پر وخت وکړې.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې په تونس، لیبیا، یمن او مصر کې له عربي پاڅونونو څخه د لا ډیر دموکراتیک منځني ختیځ هیله کېده.

یوانز زیاته کړه چې القاعده په ۹۰مه لسیزه کې له عربي هیوادونو څخه افغانستان ته تللې وه او د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته پاکستان ته ستنه شوې وه خو د هغه په خبره اوس القاعده یو ځل بیا هڅه کوي چې په عربي هیوادونو کې خپلې پښې ټینگې کړي: «نن سبا د عربي هیوادونو ځینې برخې یو ځل بیا د القاعدې له پاره په مناسب چاپیریال بدلې شوې دي‎.»

هغه وویل: «د بریتانيې یو شمیر سخت دریځه وګړي هم کیدای شي چې دغو عربي هیوادونو ته د ترهگریزو فعالیتونو د زده کړو له پاره مخه کړي، لکه چې تر دې وړاندې ئې په سومالیه او یمن کې دغه کار کړی وو. ښایي د هغوی یو شمیر بریتانیا ته راستانه شي چې دا د بریتانیا له پاره گواښ دئ.»

د یوانز په وینا دا یو نوی او ویرونکی پرمختگ دئ او ښايې تر دې نور هم بد تر شي. سږ کال لندن د اولمپیک د لوبو کوربه دئ. یوانز د لوبو پر مهال د کوم ترهگر برید امکان رد نه کړ، خو ویویل چې د تیرې لسیزي په پرتله د دغه شان یو برید امکان کم دئ.

داسې اټکل کیږي چې د بریتانیا له سلو تر دوو سوو تنو پورې اوسیدونکي چې عمرونه ئې د ۱۸ او ۳۰ کلونو تر منځ دي، په منځني ختیځ او افریقا کې په ترهگریزو فعالیتونو کې ښکیل وي. د دغو ځوانانو زیاتره برخه د لندن او برمینگم په ښارونو کې ژوند کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش