1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«القاعده له طالبانو سره نژدې کار کوي»

AP/ س.ر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۷, جمعه

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو ویاند ویلي دي چې القاعده له طالبانو سره له نزدې کار کوي او او اندېښنه دا ده چې ښایي دا کار طالبان د افغانستان د حکومتي ځواکونو پر وړاندي جگړه کې پیاوړي کړي.

https://p.dw.com/p/1IiyF
انځور: dapd

برید جنرال چارلس کلیو لند، له کابل څخه د یوه ویډیویي کنفرانس له لاري په پېنتاگون کې خبریالانو ته وویل: «په خپله د هغوی [القاعده] په هکله موږ فکر نه کوو چې د افغان حکومت پر وړاندي دي ریښتنی گواښ شي.»

دغه جنرال چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو ویاند دی په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «خو له دې کبله چې موږ فکر کوو القاعدې لا زیات له طالبانو سره کار پېل کړی دی، کولای شي د طالبانو فعالیتونه ته يو څه زمینه برابره ول گړندي کړي. هغوی [القاعده] وړتیاوې او مهارتونه برابرولای شي.»

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې د یوولسمې نیټې تر تروریستي یرغلونو وروسته د القاعدې او د هغې د کوربه، طالبانو پر ضد د امریکا تر حملې پنځلس کاله وروسته هم افغانستان د یوه خطرناک هیواد په توگه انگیرل کیږي. د القاعدې ترهگرې شبکې مشر ایمن الظواهري څه موده وړاندي د طالبانو له نوي مشر ملا اختر منصور څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

کلیولند په خپلو څرگندونو کې وړاندي ویلي دي چې د دغه اعلان وروسته دوی د دغو دواړو ډلو تر منځ د زیات نزدیوالي شاهدان دي. نوموړی جنرال په افغانستان کې د القاعدې شبکې غړو شمیر له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ تنو پوري اټکلوي.

کلیولند ویلي دي: «که څه هم هغوی د پام وړ کم شوي دي، خو ډیر ژر ځان د بیا راژوندی کولو او د یوه گواښ د رامنځ ته کولو وړتیا لري.»

د امریکا او ناټو ائتلاف په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ځواکونه لري چې پکښې ۹۸۰۰ امریکایان دي. هغوی د افغان امنیتي ځواکونو روزني او ملاتړ ته پام اړولی چې په یوازي سر تر ډیره د یاغیتوب پر وړاندې مبارزه کوي. شا او خوا ۳۰۰۰ امریکایي عسکر د طالبانو، القاعدې او داعش پر وړاندي د تروریزم ضد عملیاتو کې بوخت دي.

امریکا متحدو ایالاتو په افغانستان کې د القاعدې او داعش پر ضد ترهگرۍ ضد مبارزه کې د روان میلادي کال له جنوري مياشت څخه د مارچ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ۱۰۰ هوایي بریدونه کړي دي.

د کلیولند په خبره په اپریل میاشت کې ۱۹ بریدونه شوي دي چې زیاتره یې د داعش او یو څو یې د القاعدې د اهدافو پر وړاندي ول. هغه اټکل کوي چې د هوایي بریدونو له کبله په افغانستان کې د داعش جنگیالیو شمیر چې پخوا درې زره اټکلیدی اوس ۱۰۰۰ تنو ته راکښته شوی دی.