1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"القاعدې ډله تر اوسه هم په سيمه کي فعاله ده"

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه

يو شمېر افغان کارپوهان د القاعدې او طالبانو پر وړاندي د نړیوالي ټولني هغه ماموریت چې څه باندي يوولس کاله دمخه په افغانستان کې پیل شوی دئ بریالی نه بولي.

https://p.dw.com/p/14VyO
انځور: AP/IntelCenter

هغوی وايي د القاعدې د ډلي د مشر او ډیرو قوماندانانو له وژل کیدو سره سره لا هم دغه ډله په خپل قوت سره په سیمه فعاليت لري.

په همدې حال کې په کابل کي د امریکا سفیر ریان کراکر پرون ویلي دي چي د القاعدې سازمان غواړي یو وار بیا په غرب کي د لویو بریدونو پلانونه جوړکړي خو دا ځل به د تیر په څیر نیویارک اوواشنګټن د هغوی موخه نه وي.

سیاسي مبصران د ریان کراکر دغه څرګندوني پر ځای بولي او وایي چې د القاعدې پر ضد باید د سیمي د هیوادونو ملاتړ تر لاسه شي نه دا چې یو شمیر ملکونو ته د امریکا د خپلو ملګرو په توګه امتیازات ورکوي پرته له دې چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د هغوي صادقانه ملاتړ له ځان سره ولري.

د افغانستان د سیاسي چارو مبصر ښاغلی فولاد په دې اند دئ چې د القاعدې ډلي کسان د افغانستان پر نورستان او کونړ ولایتونو سر بیره د پاکستان په خاوره کي پټ شوي دي.

نوموړی وایي د القاعدې سازمان ډیري ځالي همدا اوس د پاکستان په خاوره کې موجودي دي او امریکا پرته له دې چي پر اسلام آباد د هغوي د ځپلو په برخه کي فشار واچوي لا هم له دغه ملک سره د خپل نزدې متحد په توګه سلوک کوي.

ښاغلی فولاد ترهغه پوري د القاعدې پر وړاندي جګړه بریالۍ، ترڅو په وینا ئې دغه ډله د پاکستان په دننه کي نه وي ځپل شوې.

«القاعده او طالبان ځکه بیرته را پورته سول چي امریکا له افغانستان سره خپلي ژمني پوره نه کړې، هغوي ویل چې له جنګ سالارانو به مو خلاصوو هغه ئې و نه کړل، د دغو ترهګرو ځالي ئې د پولي هغي غاړي ته ړنګي نه کړې، زور واکان ئې په سیاسي واک کې شریک کړل، دغه کار افغانان مایوسه کړل او یو شمیر بیرته له حکومت ضد ډلو سره یو ځای شول».

ریان کراکر ګواښ کړی دئ چي له افغانستان څخه به د بهرنیو سرتیرو په یوه واري وتل او دغه ملک یوازي پریښودل، زور پالو ته مورال ورکړي چي په تیرو لسو کلونو کي ئې پر ضد په سوونو امریکایي سرتیري وژل شوي او په ميلیاردونو ډالر لګول شوي دي.

د افغان حکومت په وینا نړیوال ځواکونه باید په یوه واري افغانستان ته شا نه کړي که نه نو یو ځل بیا به ترهګر د هغوی تر ښارونو پوري ور ورسیږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صدیقي وایي له افغانستان سره د نړیوالي ټولني مرستي په دغه برخه کي ډیري حیاتي دي او له دې سترګي نه شي پټولای چي القاعده په افغانستان کي ځالي نه لري او فعالیت نه کوي.

«موږ وایو چې له القاعدې سره جګړه متداومو نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري، د دغي ډلي فعالیت لا هم په سیمه کې شته، په افغانستان کې هم ترینه سترګي نه شو پټولای، بلکي دا هم وایو چي هغوی د سیمي د یو شمیر هیوادونو ملاتړ له ځان سره لري او دا له تیرو دولسو کلونو راهیسي د افغان حکومت یوازنۍ غوښتنه ده چي باید ددغي ډلي اصلي مرکزونه، او ځالي له منځه يووړل شي».

ټاکل شوې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري ټول بهرني سرتيري له افغانستان څخه ووزي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل