1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني سرتیري په ترکیه کې د ناټو په ماموریت کې برخه اخلي

۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/16kvO

د ''Süddeutsche Zeitung'' په نوم د المانۍ ورځپاڼې د راپور په حواله په پام کې ده چې د ناټو په چوکاټ کې د سوریې او ترکیې تر منځ پولې ته څیرمه په تر سره کیدونکي ماموریت کې به د المان پوځ په هم برخه واخلي. په دغه راپور کې راغلي دي چې المان به ډیر ژر د دافع هوا ضد سیستم له یوې کاري ډلې سره ترکیې ته ولیږي.

پر دې اساس د ترکیې دولت غواړي چې د دوشنبې په ورځ د خپل قلمرو د ساتنې له پاره په رسمي توگه له ناټو څخه د توغندیو د دفاعي سیستم غوښتنه وکړي. دغه ورځپاڼه کاږي چې ۱۷۰ تنه الماني سرتیري به په دغه ماموریت کې برخه واخلي. آیا دا چې ترکیې ته د سرتیرو د لیږلو له پاره د بوندس تاگ یعنې د المان د پارلمان اجازې ته اړتیا لیدل کیږي او که نه، په اوسني وخت کې د المان دولت دغه موضوع تر څیړنې لاندې نیولې ده.