1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني عسکر په راتلونکي کال کي د افغانستان څخه په وتلو پيل کوي

۱۳۸۹ آذر ۲۵, پنجشنبه

د بهرنيو چارو وزير نن د الماني فدرالي شوراته په وينا کي وويل چي آلمان کولای سي د2011 کال په پای کي د افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو پيل وکړي.

https://p.dw.com/p/QdAG
په کندوز کي جرمني عسکر د ماموريت پر مهال
په کندوز کي جرمني عسکر د ماموريت پر مهالانځور: AP

هغه خپل دغه ډول يو پيغام د آلمان فدرالي شورا يا بوندستګ ته په يوي وينا کي وړاندي کړ.

« د راتلونکي ميلادي کال په پای کي موږ غواړو دومره پرمختګ وکړو چي وکړای سو د خپلو پوځي قطعاتو په شمېر کي کموالي راوړو. نن په پوره ډاډ ويلای سم چي د 2011 کال په پای کي به د لومړي ځل لپاره زموږ د سرتيرو په شمېر کي کموالی راسي.»

هغه زياته کړه: «موږ به له هرډول امکاناتو څخه کار واخلو، تر کومه ځايه چي شرايط اجازه راکوي، څومره چي وختي ممکن وي د ځواکونو کمول پيل کړو او په خاصه توګه زموږ پاته سرتيري په خطر کي وا نه اچو.»

هغه وويل کله چي په 2014 کال کي په بشپړه توګه امنيتي مسووليت افغانانو ته سپارو تر هغه وروسته به جنگي آلماني سرتيري په هغه هيواد کي ماموريت ونه لري.

وستر ويله زياته کړه، تر هغو پوري په افغانستان کي لاس ته راغلی پرمختګ بايد بيرته پر شا و نه تمبول سي.

د همدې انديښنې په پام کي نيولو سره د آلمان د د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ د ايتلافي حکومت بل غړی ګوند، سوسيال مسيحي اتحاد، د بهرنيو چارو د وزير پر خلاف له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو لپاره د يوي مشخصي نېټې د ټاکلو په هکله له احتياط څخه کار واخيست.

د آلمان « د شپيګل مجلې» آنلاين د ګوتنبرګ له خولي د دوشنبي په ورځ رپوټ ورکړی چي هغه وايي: « زه د هغو کسانو څخه نه يم چي وايي، په راتلونکی کال کي به له دې يا له هغه ځای څخه خپل سرتيري وباسو.».

ګوتنبرګ د اونۍ په پيل کي له خپلي مېرمني سره د افغانستان په شمال کي له خپلو سرتيرو سره وليدل.

Jahresrückblick Flash-Galerie Deutschland Gesichter 2010 Wochenrückblick KW 13 2010 Karl-Theodor zu Guttenberg in Bosnien
انځور: AP

هغه زياته کړه چي تراوسه پوري د افغانستان له شمال ولايتونو څخه چي امنيتي مسووليت يي د آلماني د پوځ په غاړه دی، د سرتيرو د ايستلو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکل سوې.

خو د بهرنيو چارو وزير فدرالي شورا ته په خپله وينا کي په صراحت سره وويل چي په شمال کي هم ځيني سيمي سته، چي آلماني سرتيري د هغوی مسووليت د 2011 کال په لومړۍ نيمايي کي افغان امنيتي ځواکونو ته سپاري.

په اوسني وخت کي آلمان 4600 سرتيري لري. د آلمان فدرالي شورا په جنورۍ کي د اوسني ماموريت د دوام په هکله بحث او خبري کوي.

په هغه شورا کي د حکومت د مخالف ګوند، سوسيال ديموکرات د بهرنيو چارو سياستوال، ګيرنوت ايرلر ددغه ماموريت د پرمختګ په هکله پر خپل وخت شورا ته د وړاندي سوي رپوټ هرکلی وکړ.

خو وويل چي استازي د داسي يو مهم تصميم د نيولو لپاره په « يقين» سره ښو بنسټيزو معلوماتو ته اړتيا لري.

د هغه په نظر د بهرنيو چارو د وزير له خوا په وړاندي سوي رپوټ کي د دغه ډول معلوماتو کمبود ليدل کيږي.

ناټو د ليزبن په غونډه کي پريکړه وکړه چي که چيري شرايط اجازه ورکړي په 2014 کال کي به خپل جنګي ماموريت پای ته ورسوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل