1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانی جنرال: د آيساف په راتلونکو پلانونو کي د کندوز عمليات هم شاميل دي

۱۳۸۸ اسفند ۲۷, پنجشنبه

په کابل کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ريس ارکان الماني جنرال برونو کاسدورف ويلي چي د افغانستان په شمال کي کندوز ولايت هم بايد ترلاسه کړو...

https://p.dw.com/p/MVj3
په افغانستان کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ريس برونو کاسدورف
په افغانستان کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ريس برونو کاسدورفانځور: AP

د طالبانو له راپرځېدنې څخه وروسته، له تر بل هر وخت نه لویو پوځي عملياتو څخه وروسته اوس د ناټو سرتيري لگيا دي، چي د افغانستان په جنوب کي له هلمند څخه تندلاري وشړي. نړيوال صلح ساتونکي ځواکونه غواړي په همدې روان کال کې د هېوادن شمالي ولايت کندز هم ترلاسه کړي. د دې خبرې پخلی په کابل کې د نړيوالو ځواکونو رئيس ارکان برونو کاسدورف Bruno Kasdorf هم کړی دئ.

«طبعاً چې په کندز کې به هم يو پوځي عمليات سر ته رسيږي. زه نه غواړم څرگنده کړم، چې په هغه اندازه او پراختيا سره، کوم چې په هلمند کې ليدل کيږي. مگر يو څه ورته.»

دا چې کندز يو له خطرناکو سيمو څخه دئ، وروسته له هغه نه ده په ډاگه شوې، کله چې هلته تښتول شوي دوه ټانک موټر بمباري شول. آلماني جنرال د ARD په نامه د جرمنۍ راديو د جنوبي آسيا ستديو ته ويلي وو، چې هغه سيمه لانجمنه ده. خو دا هيله يې ښکاره کړې، چې کېدلی شي وروسته له عملياتو څخه به حالات بهتره شي. البته عمليات به د اصول له مخې هم هغسي پرمخ ځي لکه په هلمند کې. کاسدورف وړاندې په ډاگه کوي:

«موږ دا د اهميت وړ گڼو، چې وايو: کله مو چې يوه سيمه پاکه کړې وي، نو بيا يې بايد وساتو هم. او بايد هلته اداري فعاليت تضمين کړی شو.»

د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو د څلور پړاويزه مدل چارې دي: پلان کول، پاکول، ساتل او بېرته ودانول. په تېرو وختو کې دريم او څلورم پړاوونه له دې کبله ناکامېدل، چې نړيوالو صلح ساتونکو او هم افغاني ځواکونو ډېر کم پرسونل درلود - کوم څه چې طالبانو ته د بېرته راتگ امکان په لاس ورکاوه. همدا څه ښايي چې اوس بدل کړل شي. خو دا چې دا طرزالعمل به بريالی کيږي او که نه، د هلمند عمليات ورته يوه آزموينه گڼل کيږي. په هغه صورت کې هم چې ISAF د افغانستان په جنوب کې نور پلانونه هم ولري، له کومو څخه چې آلمانی جنرال برونو کاسدورف هم انکارنه کوي:

په کندوز کي الماني ځواکونه
په کندوز کي الماني ځواکونهانځور: AP

«کاسدورف وايي: موږ ويلي دي، چې بل ځل به کندهار ته ځو. اوس به وگورو چې څرنگه پرمخ ولاړ شو. په همدې کار باندې فکر کوو. بيا به هم تر هر څه مهم ټکی دا وي، چې د هغه ځای خلکو ته گټه ورسول شي. او هم دا چې وروسته خلک ووايي، چې په رښتيا سره هم حکومتي فعاليت روان دئ. همدا تر هر څه لوی چلنج دئ، که چېرته موږ هلته پوځي عملياتو ته لاس اچوو، له نظامې اړخ نه هم لوی.»

2010 ميلادي کال د افغانستان د برخليک کال بلل شوی. نه تنها له ناتو څخه په تېره هفته کې پرله پسې آورېدل شوي چې: که په 2010 ميلادي کال کې برياليتوب تر لاسه نه کړل شي، نو هم هغه دي، چې مخ په ځوړ به ځو. کاسدورف د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا له دې ځوړ څخه فاصله نيول شوې او که نه، په احيتاط سره وويل:

«موږ بايد دا کار وکړی شو، موږ بايد دلته په افغانستان کې برياليتوب تر لاسه کړو. د څه ډول يوه افغانستان تصور کولی شو، که چېرته ونه کولی شو، تل پاتې ثبات ورته راولو؟ امکان لري په هغه صورت کې به بيا لومړۍ يوه کورنۍ جگړه منځ ته راځي. دا به له ان څخه ليرې نه وي، چې طالبان به بيا قدرت په لاس کې اخلي. او له دې سره به يو ځل بيا ترهگرانو ته د تېښتې ځای موجود وي.»

په کابل کې له نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونوISAF سره آلمانی جنرال، نظر و دوو کالونو مخکې ته اوس ډېر خوشبين دئ. خو دا هم بايد وويل شي، چې دا ټول ترقابو لاندې راوستل هم کوم آسان کار نه دئ.

Küstner, Kai/ محمدعارف وردګ

کتونکی. زيارمل