1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانی وزير فريډريش استعفا ورکړه

نينا وېرکهويزر / احمدولي اڅکزی۱۳۹۲ بهمن ۲۶, شنبه

د آلمان د مرکزي شورا يا بُنډسټاگ د یو استازي په تړاو د جنايي تورونو د معلوماتو د بربنډولو د شک په موضوع کي د غذا او زراعت وزير استعفی ورکړه.

https://p.dw.com/p/1B9eI
انځور: Reuters/Tobias Schwarz

د آلمان د زراعت وزير، هانس پېټر فريډريش د جمعې د ورځي (د فرورۍ 14مه) په مازيگر په برلين کي خپله استعفی اعلان کړه. نوموړي و خبريالانو ته وويل چي ورباندي فشار زښت زيات سوی ؤ. فريډريش د آلمان په مخکني حکومت کي د کورنيو چارو د وزير دنده درلوده. نوموړي د آلمان په مرکزي شورا بُنډسټاگ کي د سوسيال ډيموکراټ گوند د يو استازي زيباسټيان ايداتي پر ضد د جنايي تورونو معلومات د ياد گوند مشرتابه ته ورکړي ول.

پر ايداتي شک دی چي ښايي د ماشومانو لوڅ انځورونه يې د انټرنټ له لاري ترلاسه کړي او د ځان سره درلودلي وي. د رسنيو د راپورونو له مخي پدې تړاو کاناډايي چارواکو و آلماني چارواکو ته معلومات ورکړي ول.

«زه بېرته راځم»

فريډريش د جمعې په ورځ د استعفی د اعلان پر وخت ډاډ څرگند کړ چي د ايداتي په موضوع کي يې « په سياسي او حقوقي توگه سم چلن» کړی دی. هغه زياته کړه چي د زراعت د وزارت سره خدای په اماني ورته ډېره مشکله تماميږي. فريډريش چي د آلمان د مسيحي سوسيال گوند غړی دی، د خپلو خبرو په آخر کي يې پر ځان باندي په اعتماد سره وويل: « زه بېرته راځم، د خدای په امان»

فريډريش د جمعې (د فرورۍ 14مه) په ماپښين ويلي ول چي تر کوم وخته چي ورباندي په عدليې په رسمي توگه تور نه وي لگولی د وزير په توگه به خپلي دندي ته ادامه ورکړي. خو د همدغي ورځي په جريان کي پر نوموړي فشار زښت زيات سو چي هغه مازيگر د استعفی اعلان وکړ.

فريډريش سياسي مسؤليت په غاړه واخيست

د آلمان لومړي وزيري انگيلا مېرکل په خپله وينا کي د فريډريش استعفی « په ډېر احترام او زياته خواښيني سره» ومنله. مېرکل په برلين کي د وينا پر وخت زياته کړه چي فريډريش په خپله استعفی سره « خپل ريښتونی دريځ ثابت کړ.»

لومړۍ وزيري زياته کړه چي فريډريش په خپله استعفی سره د دغې قضيې سياسي مسؤليت په غاړه اخيستی دی. مېرکل د جمعې په ورځ وويل چي د زراعت د وزارت لپاره به نوی وزير د مشورو وروسته اعلان کړي.

زېباسټيان ايداتي
زېباسټيان ايداتيانځور: picture-alliance/dpa

د ايداتي قضيه

د آلمان د هانوور څارنوالۍ د جمعې په ورځ (د فرورۍ 14مه) باندي د دې پخلی کړی ؤ چي په بُنډسټاگ کي د سوسيال ډيموکراټ د استازي، زيباسټيان ايداتي پر ضد يې د ماشومانو د لوڅو انځوريزو موادو د درلودلو د تور په دليل تحقيقات شروع کړي دي.

د تحقيقات کوونکو د معلوماتو پر اساس ايداتي تورن دی چي د ۲۰۰۵م د اکتوبر مياشتي او د ۲۰۱۰م د جون مياشتي تر منځ موده کي د کاناډايي آنلاين شاپ (انټرنټي دُکان) څخه ۹ ځله د هلکانو لوڅ انځورونه رانيولي ول. زياته سوې چي د دغو هلکانو عمرونه د نهو او څوارلسو کالو تر منځ ول.

پر ايداتي تور دی چي د دغو انځوريزو موادو د رانيولو لپاره يې بېلابېل انټرنټي ادرسونه کارولي او د انټرنټ څخه د دغو موادو د ډاونلوډ کولو لپاره يې د مرکزي شورا بُنډسټاگ کمپيوتري سيسټم هم کارولی دی. د څارنوالۍ د اټکل له مخی هغه انځوريز مواد چي پر ايداتي يې د درلودلو تور دی، د «د دويمي درجې» ممنوعه انځوريز مواد دي چي درلودل یې د سزا پولې ته نژدې کار دی.