1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او فرانسه د گول د بیانیې کلیزه لمانځي

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه

د ۱۹۶۲ کال د سپتمبر د میاشتې په ۲۱مه نیټه، فرانسوي مشر شارل دي گول، له خپلي تاریخې بیانیې سره د المان او فرانسې په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیستله. اوس نیمه پیړۍ وروسته میرکل او اولاند، دا ورځ لمانځي.

https://p.dw.com/p/16Cjn
انځور: THOMAS KIENZLE/AFP/GettyImages

د المان صدراعظمې انگلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د شنبې په ورځ د «لودویگزهافن» په ښار کې په یو لړ مراسمو کې گډون وکړ چې د فرانسې او المان په تاریخ کې د یوې ډیرې مهمې بیانیې پنځوسمه کلیزه ولمانځي.

دغو مراسمو ته شاوخوا ۶۵۰ میلمانه راغلي دي. د دغو مراسمو جوړونکو ویلي دي چې له دواړو هیوادونو څخه د راغلو میلمنو به ښه پالنه وکړي.

په دغو مراسمو کې د فرانسوي مشر شارل دي گول، د بیانیې یادون کیږي چې هغه په الماني ژبه ورکړې وه. هغه دغه بیانیه په ۱۹۶۲ کال کې یو شمیر ځوانو المانیانو ته په لودویگزهافن کې ورکړې وه. دغې بیانیې ته تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته د المان او فرانسې تر منځ د دوستانه او نزدې اړیکو د پیل په توگه کتل کیږي.

شارل دي گول چې هغه وخت ۷۱ کلن وو په خپله بیانیه کې لومړی خپلو الماني مخاطبینو ته د هغوی د ځوانۍ له کبله مبارکي ویلي وه او مخکې تر دې چې بل څه واویي د هغه وخت ستونزې ئې په گوته کړې وې. هغه ویلي وو..

«زه تاسو ته همداراز د ځوانو المانیانو په توگه مبارکي وایم. دا په دې معنی ده چې تاسو د سترو خلکو اولادونه یاست. هو دا همداسې ده. ستر خلک! دغو سترو خلکو همداراز د تاریخ په اوږدو کې ځينې تیروتنې هم کړي دي.»

شارل دي گول د فرانسي پخوانی پوځي مشر وو. د هغه له خولې د المانیانو په اړه دغه ډول خبرې په دې معنې وې چې نور نو وخت د بدلیدو په حال کې دئ. تر دې بیانیې وروسته المان او فرانسې د ملگرتیا یو تړون لاسلیک کړ چې د دواړو هیوادونو تر منځ ئې اړیکې نزدې کړې.

د المان اوسنې مشران به د دې بیانیې د کلیزې د لمانځنې پر ورځ د اروپا پر اوسنیو موضوعگانو باندې خبرې وکړي چې ښایي د لیست په سر کې د یورو د کړکیچ موضوع وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض

پنځوس کاله مخکې شار دي گول د بیانیې پر مهال
پنځوس کاله مخکې شار دي گول د بیانیې پر مهالانځور: picture-alliance/dpa