1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او فرانسه هم خپل سلاکاران را باسي

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

فرانسې او المان د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د کورنیو چارو وزارت په دننه کې د دوو تنو امریکایي مشاورینو تر وژلو وروسته دوی هم د افغانستان له ټولو وزارتونو څخه خپل سلاکاران راباسي.

https://p.dw.com/p/14AZR
انځور: picture-alliance/dpa

دواړو هیوادونو ویلي دي چې د افغانستان له وزارتونو څخه د کارپوهانو را ایستل یوازي د امنیتي اندیښنو په سبب تر سره کیږي.

د المان د اقتصادي همکاریو او پرمختیایي مرستو وزیر دیرک نیبل، ویلي دي چې دغه پریکړه د احیتاطي گام په توگه سوې ده. هغه پر دې خبره ټینگار کړی دئ چې المان به د افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي:

«هر څومره چې ژر وضعیت بیرته آرام شي، دغه کارکوونکي به خپلي دندې بیرته پیل کړي.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې شرايطو ته په کتو سره به دغه ماموران بیرته خپلي دندي پيل کړي.

المان او فرانسې د امریکا او انگلستان له لوري د ورته گام تر پورته کیدو وروسته دغه پریکړه وکړه.

تیره ورځ افغان ولسمشر پر لاریو کوونکو د زغم څخه د کار اخیستلو غږ و کړ. د بگرام په هوایي ډگر کې د یو امریکایي سرتیري له خوا د قرآن شریف د سوځولو تر پیښي وروسته په تیرو اوو ورځو کې خونړي لاریونونه تر سره شول چې شاوخوا ۳۲ تنه پکښي وژل شوي دي او تر ۲۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.

افغان ولسمشر د امریکا پر متحده ایالاتو فشار ډير کړی چې په پیښه کي له ککړ کس سره قانوني چلند وشي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرې شاوخوا ۱۳۰ زره سرتیري د افغان حکومت د مخالفينو پر ضد په جگړه کې بوخت دي. پر دې سربیره د افغانستان په ملکي ساحو کې بهرني سلاکاران هم په دندو بوخت دي.

د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الین، د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو سلاکارانو تر وژلو وروسته له ټولو وزارتونو څخه د مشاورینو د را ایستلو امر کړی دئ.

هاليند چې په افغانستان کې ۵۴۵ پرسونل لري او د افغان پولیسو په روزنه کې مرسته کوي، د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د امنیتي دلایلو له امله ئې په مؤقتي ډول خپل ټول فعالیتونه درولي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل