1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان تر يووالي شل کاله وروسته په کم حالت کي دی

۱۳۸۹ مهر ۱۱, یکشنبه

په دې کښي هيڅ شک نسته ، چي د برلين دديوال د چپه کيدو او آلمان د بيرته يووالي تر منځ يو کلنه فاصله کښي ډيري غلطۍ سوي دي ، او دډيرو حالاتو غلط اټکل سوی ؤ .

https://p.dw.com/p/PSyr

دا چي د آلمان د بيرته يووالي څخه ۲۰ کاله وروسته جرمني په کم حالت کښي قرار لري ، نو بايد احصايو او ارقامو ته مراجعه وسي .

دغه احصايې او ارقام ښيي ، چه په دغو ۲۰ کلو کښي ډيري غلطۍ هم سوي دي.

تر اوسه پوري لا بې عدالتۍ موجودي دي ، د شرقي برخي انسانان د غربي برخي په مقايسه دوه چنده بيکاره ، او هم لږ معاشونه لري .

ددې ټولو په باب ډيري علمي څيړني سوي دي، خو پخپله د جرمني او د هغه د يووالي په باب لږ ، او داځکه بايد وسي ،چي د آلمان بيرته يووالی يو نادره او فوقالعاده تاريخي کار ؤ .

تر دوهم عمومي جنګ وروسته د جرمني په تاريخ کښي تر ټولو لوی کار نسي کيدلای، سړی په ارقامو او اعدادو سره اندازه کي .

طبعاً د غربي جرمني خلګو د شرقي برخي د جوړولو په خاطر مالي تاوانونه وګالل ، او ډيري ماليې يې ورکړې ،خو د شرقي برخي انسانان د نورو لا سختو چلنجو سره مخامخ سول.

ځکه چه اجتماعي، سياسي او اقتصادي سيسټم يې کاملاً له منځه ولاړی ، او د سره يې بايد نوی ژوند شروع کړی وای .

ددوی برياليتوبونه لا تر اوسه پوري په جرمني کښي په صحيح ډول ندي ستايل سوي او بررسي سوي ، او د هغه برعکس لا شکايتونه موجود دي .

خو شل کاله وروسته هر څوک په دې پوهيږي ، چي دغه شکايتونه بيله حکومتي علاقه منديو څخه بل شي نسي کيدلای ، په شرقي او غربي برخه دواړو کښي.

د تجربو دپاره هيڅ وخت

په دې کښي هيڅ شک نسته ، چي د برلين دديوال د چپه کيدو او آلمان د بيرته يووالي تر منځ يو کلنه فاصله کښي ډيري غلطۍ سوي دي ، او دډيرو حالاتو غلط اټکل سوی ؤ .

خو نن ورځ يو شی ثابت دی ، هغه داچي د جرمني دبيرته يووالي طراحانو د تجربو دپاره هيڅ وخت نه درلودی ، چي دواړه دولتونه په کراره کراره سره نژدې کي .

دوی بايدد فوقالعاده يوواري چانس څخه ښه استفاده کړې وای ، د هغه چانس څخه چه د هغه وخت صدراعظم هلموت کول په ۱۹۹۰ کال کښي وکړه .

د اروپا په منځ کښي جرمني اوس داسي يوه ټولنه ده ، چي تغيرات او تحولات مني ، د نوو تجاربو او چلنجو سره مخامخ کيږي ، او هغه زده کوي . همدا هم د جرمني د بيرته يووالي د برکته رامنځته سوي دي .

کوخ مارک/ قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل