1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان خپله لومړي لوبه وګټله

۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبه

په المان کې د ښځينه فټبال د نړیوال جام سیالۍ، د المان د بریا سره پیل شوې. د فټبال د نړیوال جام د سیالیو په پرانستونکي لوبي کي المانۍ لوبډلې چې دوه واري یي مخکې هم دغه اتلولي په لاس راوړې، لوبه وګټله

https://p.dw.com/p/11kJw
د المان او کاناډا د لوبی انځور
د المان او کاناډا د لوبی انځورانځور: dapd

د ښځینه فتبال د نړیوال جام لومړي لوبه د برلین په «اولمپیا لوبغالي» د کاناډا او المان د ټيمونو تر منځ وشوه چی د ۷۳۶۸۰ کتونکو لخوا تعقیب کیده.

المان کاناډا ته په دوه ګولونو ماتې ورکړه او په دې ډول یې د ګروپ «ای» په سره کې ځای خپل کړ.

که څه هم په سر کې د کاناډا د لوبغاړو په وړاندې د المان لوبغاړو یو څه وارخطا لوبه تر سره کړه خو بیا هم بریا د المان د ټیم په برخه شوه. د المان لوبډلې دوه ګوله او د کاناډا لوبډلې یو ګول ووهه.

د المان د ټیم روزونکي، سلویه نايډ، په خپل بري خوښي څرګنده کړه خو په مجموعي توګه یې د خپل ټیم لوبه ښه ونه ارزوله.

د یکشنبې په ورځ د ګروپ«ای» دوه لوبې تر سره شوې چې په بلي لوبي کي فرانسه بریالې شوه. په دې سیالیو کې شریک شپارلس ټیمونه په څلورو ګروپونو تقسیم کړای شوي دي.

نن به د جاپان او د انګلستان د ټيمونو تر منځ او سبا به د ګروپ «سي» د لومړېو لوبو په ترڅ کې د امریکې متحده ایالتونو او شمالي کوریا تر منځ لوبي ترسره شي.

د المان د فټبال ښځينه ډله د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کال د فټبال د نړۍ وال جام کټونکی ده او په دریم ځل د دې اعزاز د خپلولو په لټه کې ده. کارپوهان هم په دې اند دي چې د الماني لوبډله د کټولو ښه چانسونه لري.

دویچه ویله/ بریښنا صابر
کتونکی: مسعود جهش