1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د افغان پوليسو د روزنې لپاره ۷،۵ مليونه نور ايرو ورکوی

۱۳۸۸ تیر ۱۷, چهارشنبه

برلين: د آلمان د بهرنيو چارو وزارت پرون په برلين کې اعلان کړی دی، چې آلمان غواړی په افغانستان کې د آلماني پوليسي روزونکو شميره لانوره هم زياته کړي.

https://p.dw.com/p/Ijao
آلمان به د راتلونکی کال تر پايه افغانستان ته ۲۰۰ روزونکي پوليس ولېږي
آلمان به د راتلونکی کال تر پايه افغانستان ته ۲۰۰ روزونکي پوليس ولېږيانځور: picture-alliance /dpa

اوسمهال آلمان د بلخ ولايت په دريو ولسواليو کې افغان پوليسو ته ترينګ ورکوی. دوی غواړي چې د راتلونکی کال تر پايه د بدخشان او کندوز په ولاياتونو کې هم افغان پوليس وروزي.

د آلمان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ۶۰۰ زره دالره به سږ کال د افغان دولت د موسساتو د پياوړتيا لپاره هم مرسته ورکړی.

۴۰۰ زره ايرو به په پکتيا کې د قومونو د ارتباط دفتر په نامه يوې ان جی او ته ورکړل شی، تر څو د طالبانو ضد جګړه کې د قومونو د ظعيف کيدلو مخه ونيسی.

په ټوليزه توګه سږ کال آلمان د افغانستان د بياودانولو لپاره ۲۱۵ مليونه ايرو لګوي.

يحيی وردک