1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د امنیت د شورا مشري پر غاړه واخیسته

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، به د سپتمبر په میاشت کې د امنیت د شورا مشري وکړي. هغه ویلي دي چې په دې موده کې به د ولسمشر بشالاسد د رژیم پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/161ue
انځور: dapd

د شنبې په ورځ فرانسې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا دوره یي مشري المان ته وسپارله. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، وویل چې هغه به هڅه وکړي چې د خپل ریاست د دورې پر مهال د اسد پر رژیم باندې فشارونه لا پسې زیات کړي.

ویستر ویله د جمعې په ورځ په هانکانگ کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د سختو اقداماتو په ترسره کولو کې د امنیت د شورا پاتې راتلل وغندل. هغه وویل چې د چین او روسیې له خوا د ویتو کارول د سوریې پر ضد د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیو پر وړاندې خنډ دئ.

د المان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا يوه ښکاره خبره ده چې نړیواله ټولنه غواړې د اسد پر رژیم باندې خپل فشارونه جاري وساتي. هغه په دې توگه په تهران کې د ناپیلو هیوادونو په غونډه کې د مصر د ولسمشر محمد مرسي، خبرو ته اشاره وکړه. مرسې په دې غونډه کې د پنجشنبې په ورځ د سوریې د رژیم د مخالفینو ملاتړ وکړ.

ویستر ویله په دې اړه وویل: «زه د دې خبرې ستاینه کوم چې د مصر ولسمشر د ناپیلو هیوادونو په غونډه کې په ښکاره تورو د سوریې د رژیم په اړه خبرې وکړې.»

مرسي د پنجشنبې په ورځ د ناپیلو هیوادونو په غونډه کې وویل چې هیواد ئي «اخلاقي مسئولیت» او «سیاسي اړتیا» لري چې د سوریې له خلکو څخه د اسد د رژیم پر ضد ملاتړ وکړي.

المان د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا غیر دایمې غړی هیواد دئ. د دې شورا دایمي غړي د روسیې، امریکا، چین، فرانسې او انگلستان هیوادونه دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی