1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د امنیت د شورا دوره یي مشري پیل کړه

۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعه

المان نن «جمعه» د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوره یي مشرۍ په غاړه واخیسته. دغه هیواد به د رواني میاشتي تر پایه دغه دنده په غاړه ولري. جګړي کي د ښونځیو او روغتونو ساتنه به د المان د مشرۍ د دوري له لومړیتوبونو څخه وي

https://p.dw.com/p/11nTA
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شوراانځور: AP

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوره يي مشرۍ، د مشر هیواد سیاسي پرستیج په دغي شورا کي ډیروي، خو دا په دي معنی نه ده چي مشر هیواد به د امنیت په شورا کي په یواځيتوب پریکړي کوي ځکه چي د امنيت په شورا کي پریکړي د اکثریت رايو پر اساس تر سره کیږي.

اوس مهال آلمان د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړيټوب نه لري. یواځي متحده ایالات، روسیه، بریتانیا، فرانسه او چین هغه هیوادونه دي چي د امنیت د شورا دایمي غړیتوب لري.

آلمان، جاپان، هندوستان، برازیل، جنوبي افریقا او ناجیریا هغه هیوادونه دي چي غواړي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

په ملګرو ملتونو کي د المان استازی، پیتر ویتنګ، به د دغه هیواد په استازیتوب د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوره یي مشرۍ په غاړه واخلي.

ښایی هغه د دي کار لپاره پوره چمتوالی نیولی وي، ځکه هغه لا پخوا په هغو سیمو کي چي په کي جګړه روانه ده، د ښونځیو او روغتونونو د ساتني یو پلان جوړ کړی چي د امنیت شورا به پري وروسته خبري وکړي.

اوس مهال ملګري ملتونه داسی قوانین لری چی په ترڅ کی هغه ماشومان او ملکی کسانو څخه د جګړي پر مهال ساتنه کیږي. خو په دغو قوانینو کی د ښونځیو او روغتونونو د ساتلو په اړه کومي مشخصی يادونی نه وی شوی.

اوس به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو کسانو نومونه چي د جګړي پر مهال د ماشومانو حقوقو ته درنانوي نه کوی او یا خو د ښونځیو او روغتونونو په خرابولو کي وډنده اخلي بربڼډ کړي او دا کار به وغندي.

چارواکي وایي چي د هغو کسانو چي د ښونځیو او روغتونونو په ساتني کي پاتي راځي د نومونو بربڼډول او د هغو د دغه کار په رسمي ټوګه غندل کیداي شي چي پر دغو کسانو د تحریمونو د لګولو لپاره تیاری وي.

اوس مهال پیتر ویتنګ د «رادیکا کومراسوامی» سره یو ځای کار کوي. هغه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ده.

د المان تر مشري لاندی د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کي د ښونځیو، روغتونونو او ماشومانو د ساتني د طرحي تاییدل ښايي د المان لپاره یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه وی.

ډیري هیوادونه چی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوره یي مشري کوي، د خپلي مشرۍ په دوري کي ځيني نړیوالي اجنډا ګاني تر بحث لاندي نیسي چی دير ځلي دغه اجندا ګاني د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا تاییدیږي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم