1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د ايران دا ډول کړني د منلو نه دي

۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

د المان د لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکل الوتکه هند ته د سفر پر مهال په هوا کي څو ساعته و څنډيده. ددې څنډ علت داو چي ايران د خپل هوايي قلمرو څخه د تير اجازه نه ورکوله.

https://p.dw.com/p/11RRr
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل او د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل او د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويلهانځور: DW/picture-alliance/dpa

د حکومتي چارواکو په خبره د ايران د قلمرو څخه د تيريدو اجازه اخستل سوې ول ولي بيا هم اجازه ور نه کړل سوه او الوتکه دوه ساعته د ترکيي په فضا کي کرځيده. خو دوهمه الوتکه چي د جرمني د څلورو ايالتونو لومړي وزيران پکښي سپاره ول بېله څنډه تيره سوې ده. دا چي ولي د ميرکل الوتکي ته اجازه نه ورکول کېده تر اوسه لا روښانه نده.

په المان کي د ايران پر دې کړني سختي نيوکي سوي. د بهرنيو چارو وزير ګيډو ويسترويله ويلي چي، حکومتي الوتکي ته د پرواز اجازه نه ورکول د منولو وړ نه ده.

د هغه په خبره دا د المان حکومت ته د سپکاوي په مانا ده چي موږ به يې هيڅ وخت قبول نه کړو.

انګيلا ميرکل او ور سره پلاوی به په نوي ډيلي کي د هند د لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي همکارۍ په اړه خبري اتري وکړي.

نوموړي د هند او المان د حکومتونو د لومړيو مشورتي خبرو اترو وروسته په نوي ډيلي کي وويل چي دواړه هيوادونه د اقتصاد په برخه کي گډه همکاري لري.

د هغې په وينا د المان او هند دوه اړخيزه سوداگري به په راتلونکي کال کي د پلان سره سم شلو مليارډو يورو ته ورسيږي.

پر دې سربيره ميرکل د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د چټکو اصلاحاتو څخه هم اخطار ورکړ. هند او المان چي دواړه د ملګرو ملتونو د امينت شورا غير دايمي غړي دي، غوښتنه کوي چي په امنيت شورا کي د اصلاحاتو له مخه دواړو هيوادونو ته دايمي غړيتوب ورکړل سي.

د المان لومړۍ وزيري وويل چي، د جرمني او هندي حکومت سلا مشورې به د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي نوري هم ژوري کړي.

دغه راز د هند لومړي وزير من موهن سنګ د ميرکل ستاينه وکړه او ويې ويل چي، نوموړې د دواړو هيوادونو د ستراتيژيکي همکاريو يوه تکړه ملاتړ کونکې ده.

هند تر اسرائيلو وروسته لومړی غيري اروپايي هيواد دی چي د المان سره حکومتي سلا مشورې ترسره کوي.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل