1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د سوريې د کړکېچ حل غواړي

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه

د المان د بهرنيو چارو وزيرو ګيدو وسترويله، وايي چي هيواد به ئې په امنيت شورا کي پر سترو ځواکونو باندي فشار زيات کړي، چي د سوريې د ناورين له پاره د حل يوه لاره پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/162Bx
انځور: DW

وستر ويله په کويټ کي وويل، چي د المان حکومت به له ټولولارو چارو څخه کار واخلي، چي د امنيت په شورا کي د سوريې د کړکېچ له پاره د حل يوه لاره پيدا کړي. هغه وويل چي اوس هغه وخت را رسېدلی دئ، چي نړيواله ټولنه د سوريې د ناورين د پای ته رسولو له پاره ګد دريځ غوره کړي:

«د يوه واحد دريځ د موندلو له پاره به د المان حکومت هر ډول هڅي وکړي.»

د سعودي عربستان او قطر پر خلاف، کويټ د خليج هغه يو دولت دئ چي په احتياط سره د سوريې د بغاوت ملاتړ کوي. خو له دغه هيواد څخه ياغيانو ته پيسې او وسلې رسيږي.

د سوريې د رژيم يو مخالف کس وايي، چي په تيرو مياشتو کي کويټ د سوريې له ياغيانو سره تر اتو ميليونو ډالرو زياتي مرستي کړي دي. دغه ياغي وايي، چي کويټ په فعاله توگه هم د سوريې په بغاوت کي ونډه اخلي:

«زموږ دښمن مشترک دئ، ځکه ئې نو موږ په گډه پرضد جنگيږو. گڼ شمېر اسلامي او عربي هيوادونو او په همدې ډول د القاعدې جنگيالي او د نورو توندلارو ډلو غړي راغلي دي چي د سوريې له خلکو سره مرسته وکړي.»

د سوريې ريژيم له پاره دغه شان خبرونه د هغوی د ادعاو د اثبات معنی ورکوي. سوريه وايي چي پر ضد ئې له هيواد څخه دباندي يوه توطيه جوړه سوې ده. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت معين وايي:

«وسله وال ترهگر د سيمي له هيوادونو څخه مرسته تر لاسه کوي. دوی ته عصري وسلې ورکول کيږي. د القاعدې تر څنگ د يو شمېر نورو ترهگرو ډلو غړي په پټه سوريې ته را لېږل سوي دي.»

راپورونه وايي چي د کويټيان په سوريه کي د جنگ له پاره د ترکيې له لاري ور ننوزي. کويټۍ ورځپاڼي الکباس ليکلي دي چي د سوريې ياغيان کويټيانو ته وسلې او د دغه هيواد اسناد ورکوي.

دا لا نه ده څرگنده چي د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله به له کويټ سره دغه موضوع مطرح کړي که څنگه. دا په داسي حال کي ده چي ويسترويله د سوريې د يو نيم کلن کړکېچ سوليزه حل غواړي.

کويټ هم د خليج د نورو عربي هيوادونو په شان د سوريې د ياغيانو ملاتړ کوي. دغه هيواد چي د وگړو شمېر ئې څلور ميليونه دئ غواړي چي د اسد له راپرځولو سره په سيمه کي د ايران اغېز کم کړي.

په کويټ کي نزدې پنځلس زره امريکايي عسکر په دايمي توگه مېشت دي. که څه هم کويټ په سيمه کي يوازينی هيواد دئ چي ټاکل سوی پارلمان لري خو د لومړي وزير تر څنگ د نورو مهمو وزيرانو ټاکنه د امير له خوا تر سره کيږي. په دغه هيواد کي د سني او شعيه مذهبو تر منځ ځيني لانجې هم موجودي دي.

په کويټ کي له دوه نيم سوه کالو راهيسي د الصباح کورنۍ پر قدرت ده. وېسټروېله غواړي چي کوېټ ته په سفر کي دغه هيواد له نژدې وگوري. هغه هيواد چي ۸۳ کلن امير شېخ صباح الاحمد الصباح ئې په تيرو شپږو کلنو کي څلور واري پارلمان منحل کړی دئ او د خپلي خوښي لومړی وزير ئې ټاکلی دئ.

ولريخ/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل