1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د يووالي ورځ لمانځي

۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبه

المان د خپل يوالي ۲۲ کاليزه په داسي حال کي لمانځي چي د لويديځ او ختيځ تر منځ اقتصادي واټن نور هم پراخ شوی دئ. په نويو ايالتونو کي نا خالص ملي عايد دوه سلنه را کښته شوی دئ. راتلونکې ډيره زياته روښانه نه ښکاري.

https://p.dw.com/p/16JCG
انځور: picture-alliance/dpa

ډيری ځوانان له ختيځ برخي څخه د کډه کيدو په حال کي دي. په دغه برخه کي د مسلکي زده کړو په ساحه کي د نوو فني او مسلکي کسانو په شمير کي کموالی ليدل کيږي. په ختيځه برخه کي په عمومي توگه معاشونه د لويديځي برخي په پرتله يو پر څلورمه را کښته شوي دي.

خو په لويديځ کي هم ډير ايالاتونه د يووالي په نتيجه کي د بدلونونو له امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او گريوان دي، د بېلگې په توگه د المان په ستر ايالت ناردراين وستفالن کي. ډيری اوس دا وايي، چي د يووالي د خوشحالي وخت نور تير شوی دئ، او بايد د ورځني ژوند ستونزو او مسايلو ته پام واړول شي.

د ۱۹۹۰ کال د اگست په ۲۳ تاريخ وليکل شو

دا يوه ستره بريا چي له ۴۱ کلن بېلتون وروسته وروسته يو هيواد بيرته سره يو شو. د يووالي په لاره کي اشتباوي شوي دي او ښايي نوري هم وشي. خو مهمه دا ده چي د دغه يووالي يو بيلانس بايد وشي.

د جرمني سياستوال د دغي ورځي د لمانځلو پر مهال. په دې انځور کي د المان جمهوررئيس يواخيم گاوک، لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل او د بايرن ايالت لومړی وزير هورست زيهوفر
د جرمني سياستوال د دغي ورځي د لمانځلو پر مهال. په دې انځور کي د المان جمهوررئيس يواخيم گاوک، لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل او د بايرن ايالت لومړی وزير هورست زيهوفرانځور: dapd

تر ټولو مهمه خبره دا ده چي: د المان په ختيځ کي خلکو د يو استبدادي دولتي نظام په وړاندي پاڅون وکړ او د آزادي او يووالي له پاره ئې غږ پورته کړ. د دغه يو والي له پاره له قانوني لحاظه له هغه وروسته لاره اوراه شوه، چي د پخواني ختيځ ديموکراتيک المان د«ولس د استازو مجلس» يا « فولکس کامر» د۱۹۹۰ کال د اگست پر ۲۳ پريکړه وکړه چي «د المان د ديموکرات جمهوريت د خاوري بشپړتيا دي د المان د فيدرالي جمهوريت د اساسي قانون د واکمنۍ ساحې ته، څرنگه چي د اساسي قانون د ۲۳ مادې حکم دئ، ورگډ شي.» دغه پريکړه د المان په تاريخ کي د يوې بې ساري پيښي په توگه ثبت شوه ده، چي له دې محکي هيچا گومان نه کاوه.

د۱۹۹۰کال د اکتوبر پر دريمه دغي پريکړي عملي بڼه غوره کړه او المان بيرته سره يو شو. د المان د يو پخواني او مشهور صدراعظم، ويلي برانت په خبره، له سياسي، جغرافيايي او ټولنيز لحاظه «هغه څه چي سره گډ دي، هغه بايد په گډه سره وده وکړي.»

د دلمان د يووالي تاريخي پسمنظر ته کتنه

په يوه سوله ييز انقلاب سره د ديموکراتيک المان خلکو وکولای سول، چي سوسيالستي دولت چپه، او حکومتي ودانۍ ونيسي. په دغه منځ کي يو فير هم ونه سو، له زور زياتي څخه کار وا نه خيستل سو، او هيچا ته تاوان ونه رسيد.

د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر پر ۳ نېټه باندي ختيځ المان له لوېديځ المان سره يو ځای سو، او جرمنيان اوس بيرته په يوه گډ هيواد کي ژوند کوي.

د متحد المان د هغه وخت جمهوررئيس ريچارد فون وايڅيکر په همهغه شپه د جرمني د يووالي او اروپا د يووالي تر منځ ارتباط څرګند کړ، او وئې ويل: «موږ جرمنيانو ته زموږ مسئوليت معلوم دئ، او غواړو په يوه گډه اروپا کي، په ټوله نړۍ کي د سولي له پاره کار وکړو.»

د هغه وخت د صدارت د دفتر رئيس رودولف زايترس ددې دمخه ډيري کاري او هيجاني ورځي تيري کړي وې. د صدراعظم هلموت کهول د اعتمادي سړي په حيث دی په تيرو ۱۲ مياشتو کښي په ډيرو مهمو حادثو کښي حاضر وو.

په برلين کي عام وگړي د يووالي ورځ لمانځي
په برلين کي عام وگړي د يووالي ورځ لمانځيانځور: dapd

د جرمني د يووالي د شپې تر لمانځلو يوه ورځ دمخه بايد د ډيرو کارو له کبله د برلين په اتحادي ماڼۍ کښي پاته سوی وای ،او د خوب په اړه ئې بايد فکر هم نه وای کړی.

د جرمني تر بيرته يووالي پوري ۳۲۹ هيجاني ورځي

د برلين ديوال له چپه کيدو څخه بيا د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر تر ۳ نېټې پوري ۳۲۹ هيجاني او سختي ورځي په منځ کښي وې.
د دواړو دولتو د سياستمدارانو له پاره په دغو ورځو کښي خبري او معاملې ډيري سختي وې ، او تصميم نيول پکښي آسانه نه وو. خصوصاً چي په ديموکراتيک المان کي بايد په ډيرو شيانو کي بدلون راغلی وای.

د سوسيالستي واحد دولت څخه چه کم وکيلان د ۱۹۹۰ کال په مارچ کښي انتخاب سول، بايد يو فدرالي دولتي شکل منلي، او د هغه نوي جوړ سوي شرقي ايالتونه په اتحادي المان کي ورګډ سوي وای.

سربيره پردې دولتي کنټرول کوونکي ارګانونه منحل او غربي مارک د دواړو خواو مشترکه پيسه وګرځېده.
خو دا چي ولي اتحادي المان تلوار درلود، او حتماً ئې د اکتوبر پر ۳نېټه غوښتل، چي دواړه المانه سره يو ځای سي، دليل يې معلوم وو.

په ختيځه اروپا کښي د ريفورمستانو تر غورځنګو وروسته په ټوله اروپا کي هم خلکو د مسافرت د ازادۍ او د خپلو سياسي سيسټمو د تغيرغوښتنه کوله.له بلي خوا د جرمني بيرته يووالي ته په ځينو اروپايي هيوادو کي د شک او ترديد په سترګه کتل کيدل.

په دغه ورځ په برلين کي ښې مېلې کيږي
په دغه ورځ په برلين کي ښې مېلې کيږيانځور: dapd

د اروپا په منځ کښي د يوه قوي الماني دولت د جوړېدو تشويش پيدا سو. د برتانيا صدراعظمي مارګريت تاچر د جرمني د بيرته يووالي پر ضد عملأ جبهه ونيوله. د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا ميترا هم د جرمني بيرته يووالي ته نه وو خوشاله.

په روسيه کي هم د اروپاد حالاتو او انکشافاتو سره موافقه نه وه موجوده، ځکه چي پخواني لوی قدرت شوروي د وارسا د پکت پر هيوادونو خپلي اغېزې د لاسه ورکړې، او د دې ګومان کېدی چي پر ګرباچف به کودتا وسي.

خو جرمنيانو طالع درلوده. ځکه په دغه وخت کي ټولي نړۍ پام د جرمني بيرته يووالي ته راګرځېدلی وو، او وروسته نوري داسي پيښي، لکه د عراق له خوا پر کويټ باندي حمله او يا په شوروي اتحاد کي د ګرباچف پر ضد ناکامه کوښښونه نه وای سوي، نو تر لږ ځنډ وروسته کيدای سوای دغه يووالی نه وای راغلي او يا په مخ کي ئې ډير خنډونه راغلي وای.

ماتيياس هيلفيلد/ عبدالباري حکيم/قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل